کور / تازه خبرونه / په واشنګټن کي څلور پولیس افسران ووژل سول

په واشنګټن کي څلور پولیس افسران ووژل سول

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن د واشنګټن په یو کافی شاپ کی یو نامعلومه سړي پر څلورو پولیس افسرانو ناببره فیرونه وکړل او څلور واړه یې ځای پر ځای ووژل ( چی درې نارینه او یوه ښځه وه ) .

د حملې علت معلوم نه دی او قاتل هم تښتېدلی دی . دغو پولیسو هلته کافی څښله او په خپل لېپ ټاپ کمپیوټرونو مصروف ول . پولیس وایی چی دغه سړي ګواکی څلور پولیس اعدام کړل . د واشنګټن والی « میرمن کریس ګریګوری » وویل چی زه بې حاله او سخته بېرېدلې یم .

ټوله سیمه په زرګونو پولیسو پر سر اخیستې چی پلی ، په موټرو او په هلیکوپترونو کی په قاتل پسی ګرزی . پرون هم په سیاټل کی یو نفر یو پولیس ویشتلی و خو هغه مړ نه بلکی زخمی او په روغتونه کی بستر دی .