د فراه د جېل څخه ۱۲ بندیان وتښتېدل

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 29th, 2009


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی پرون د فراه ولایت د جېل څخه ۱۲ بندیان وتښتېدل . هغوی تر مځکي لاندی غار ( تونل ) جوړ کړی و چی د شپې لخوا یو یو ورڅخه وتی څو چی دیارلسم نفر ونیول سو او د متباقی بندیانو د تیښتی مخنیوﺉ وسو . خبر وایی چی د فراه په جېل کی څه باندی ۳۰۰ بندیان اوسیږی او دغه تښتېدلي بندیان طالبان وو چی تر اوسه یو هم بیرته نه دی نیول سوی . د ۲۰۰۸ په جون کی د کندهار د محبس څخه هم د طالبانو د حملې په نتیجه کی څه باندی ۱۰۰۰ بندیان تښتېدلي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024