په افغانانو د جرمن عسکرو ملنډي تم سوې

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 30th, 2009


دویچ پریس ایجنسی خبر ورکوي چي د جرمنی د دفاع وزارت هغه کمیسونه بند کړل چی په افغانستان کی جرمن پوځیانو اغوستل او په ملنډو سره یې د هغو پر شا افغانان په دغو کلماتو سره توهین کول : « تاسو باید غلا ونکړﺉ » دا اصلأ د تورات د « شړنی » د فصل پنځلسم آیت دی چی ګمراهانو ته لارښوونه کوی .

دغه « ټی ـ شرټ » کمیسونه په مزار شریف کی د ناټو د قرارګاه لخوا یو دُکان ته فرمایش ورکول سوی او هغوی ورته جوړ کړي وو . د دې آیت څخه د پوځیانو مطلب دا و چی په سپټمبر کی د تیلو دوه ټانکرونه طالبانو تښتولي وو او ملکی خلکو له هغو نه تیل وړل چی یو دم بم وري پر وسوه او څه باندی ۱۰۰ افغانان یې شهیدان کړل .

پر دغه کمیس باندی د دې جملې تر څنګ دهماغه دواړو ټانکرونو تصویر هم رسم سوی و . خو پرون د جرمنی د دفاع وزارت د احتمالی حساسیت د مخنیوي په خاطر د دې کمیسونو اغوستل بند کړل .

Copyright Larawbar 2007-2024