اټکل کېږي چي حامدکرزی به د اوباما تر وینا وروسته کابينه اعلان کړي

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2009


تر هغه وروسته چي ولسمشر کرزی د انتخاباتو د کميسون لخوا د راتلونکو پنځو کلونو د پاره د افغانستان د ولسمشر په توګه ونومول سو تر اوسه د نوموړي د راتلونکي کابينې په اړه په په لوړه او ټيټه کچه بحثونه روان دي ، يو شمېر ورځپاڼو او انلاين رسنيو په پرله پسې ډول بېلابېل ليستونه خپاره کړه ، اوس چي د امريکې ولسمشر بارک حسين اوباما لخوا د افغانستان د ستراتيژۍ او د سرتيرو لېږلو اعلان ته تر ۲۴ ساعتو لږ وخت پاته دی ، ويل کيږي چي ولسمشر کرزی به د حسين اوباما تر وينا او افغانستان په اړه د خپل دريځ روښانولو وروسته خپله راتلونکې کابینه اعلان کړي او د حسين اوباما د وینا د ځينو برخو به اړه به په رسمي ډول خپل دريځ څرګند کړي .
هغه ليست چي ښايي ولسمشر حامد کرزی يې د خپلي کابينې په توګه په راتلونکو ۲ ورځو کي اعلان کړي لراوبر ويبپاڼي ته رسيدلی دی .





New Page 1

دولسمشر حامد کرزي د راتلونکي کابينې دغه ليست چي ويل
کېږي د قومی انډول او کاری تجربې پر اساس ترتيت سوی ، د ارګ د باوري منابعو له
طريقه تر لاسه سوی دی، چی د ټولو پخوانی ليستونو څخه نوی دی:

1. د بهرنيو چارو وزير داکتر سيد طئيب جواد “قزلباش”
2. د ملی دفاع وزير ډګر جنرال ارکانحرب مايون فوزی “ازبک”
3. د کورنيو چارو وزير ډګر جنرال عبدالجميل جنبش “پښتون”
4. د ملی امنيت لوی رئيس تاج ايوبی “پښتون”
5. ستر وزير او د اقتصادی کميتی رئيس احمد ضيأ مسعود “تاجک”
6. ستر سلاکار حاجی محمد محقق “هزاره”
7. د بيا رغونی او بيا جوړونی چارو وزير محمد حنيف اتمر “پښتون”
8. د ښځو د چارو وزيره قدريه يزدان پرست “تاجک”
9. د ټولنيزو معلولينو او شهداو چارو وزيره شکريه بارکزی “پښتون”
10. د عامی روغتيا وزيره داکتره نيلاب مبارز “پښتون”
11. د ځوانانو او بدنی روزنی وزيره داکتره حبيبه سرابی “هزاره”
12. د کانو او صنايعو وزير داکتر صادق مدبر “هزاره”
13. د عدليه وزير پوهاند داکتر ودير صافی “پښتون”
14. د ماليی وزير پوهاند داکتر انوار الحق احدی “پښتون”
15. د اقتصاد وزير پوهاند داکتر غلام محمد ايلاقی “هزاره”
16. د کرهنی او اوبو لګولو وزير پوهاند داکتر نجيب الله ملک “تاجک”
17. د سوداګری وزير داکتر عمر زاخيلوال “پښتون”
18. د لوړو زده کړو وزير پوهنوال داکتر توريالی ويسا “پښتون”
19. د اطلاعاتو او کلتور وزير مولوی خدايداد صالح “تاجک”
20. د کډوالو چارو وزير غرزی خواخوږی “بلوڅ”
21. د سرحداتو چارو وزير معين مرستيال “پښتون”
22. د مخدره توکو سره د مبارزی وزير جنرال محمد داود داود “تاجک”
23. د حج او اوقافو وزير مولوی فضل احمد معنوی “تاجک”
24. د مخابراتو چارو وزير ډګر جنرال سيد محمد ګلاب زوی “پښتون”
25. د ترانسپورت وزير صلاح الدين ربانی “تاجک”
26. د اوبو او بريښنا وزير عطا محمد نور “تاجک”
27. د فوايد عامی او سړک جوړولو وزير ګل آغا شيرزی “پښتون”
28. په پارلمانی چارو کې د دولت وزير داکتر فاروق وردګ “پښتون”
29. د ښاری پرمختيا وزير انجنير کريم “ازبک”
30. سلاکار وزير او د عشر او ذکات د کميتی رئيس حاجی دين محمد “پښتون”
31. سلاکار وزير او د نورم او ستاندرد د اداری لوی رئيس محمد اسماعيل خان “تاجک”
32. سلاکار وزير او د بريښنا موسسی لوی رئيس داکتر جليل شمس “تاجک”
33. سلاکار وزير او د سره مياشت سکرتر جنراله داکتره حسن بانو غضنفر “ترکمن”
34. سلاکار وزير او د مرکزی بانک لوی رئيس وحيد الله شهرانی “ازبک”
35. د سيميزو ارګانونو لوی رئيس داکتر احمد يوسف نورستانی “نورستانی”
36. د چارو د اداری لوی رئيس داکتر محمد داود يار “پښتون”
37. لوی درستيز ډګر جنرال شهنواز تڼی “پښتون”
38. د کورنيو چارو وزارت لوی معيين ستر جنرال بسم الله محمدی “تاجک”
39. د ملی امنيت د لوی رياست لومړی مرستيال ډګر جنرال فضل الله مجددی “تاجک”
40. کابل ښاروال داکتر عبيدالله عبيد “تاجک”

د دغه ليست د قومی انډول پر اساس پښتانه (٤٠٪)، تاجک (٣٢.٥٪)، هزاره (١٠٪)، ازبک او
ترکمن (١٠٪) او نورو قومونو ته (٧.٥٪) ونډه ورکړ سوی دي.

Copyright Larawbar 2007-2024