یو برتانوی پوځي ووژل سو
د انګلستان د دفاع وزارت خبر ورکوی چی نن ( دوشنبه ) د هلمند په باباجی کی یو برتانوﺉ عسکر د طالبانو د ماین ښکار سو او ځای پر ځای ووژل سو.
د یو بل خبر له مخی چی سینهوا آژانس ورکړ ، ویل کیږی چی د ورک سوي امریکایی عسکر جسد پرون د بادغیس په بالامرغاب سیند کی پسله ۲۷ ورځو څخه پیدا سو . د لومړني عسکر مړی درې اوونۍ مخکی پیدا سوئ و .
دغه دواړه پوځیان د سیند اوبو وړي وو چی د هغوی د میندلو لپاره امریکایی طیارو ۸ افغان پوځیان په بم ورۍ سره وژلي هم وو .