کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو لپاره روانو بحثونو ته په اشارې د امريكايي سناتورانو په حواله ليكلي، چې يوازې د سرتيرو په زياتولو سره بريا نشي ترلاسه كيدلې، بلكه مهمه مسئله افغانانو ته د امنيت د مسؤليت سپارل او د افغان ملي اردو پياوړې كول دي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا خبر وركړې، چې اوباما به نن د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژۍ اعلان كړي او ښايي افغانستان ته له ديرشو نه تر پنځه ديرشو زرو پورې د نورو سرتيرو د استولو پريكړه هم پكې شامله وي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د جنرال مك كريسټال په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې له ۲۰۱۳ ميلادي كال وروسته له افغانستان څخه امريكايي سرتيري په تدريج و ايستلې شي او له دې مخكې بايد د افغانستان د ملي پوځ شمير څلور لكو ته ورسولې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د رسنيو په هغو راپورونو تبصره كړې، چې پكې له افغانستان څخه د امريكايي سرتيرو وتلو ته اشاره كيږي او ليكلي، چې ددغو ځواكونو وتل به كوم بحران رامنځ ته نكړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په متحده عربي اماراتو كې د افغانستان د كركټ د ملي لوبډلې په وروستۍ بريا تبصره كړې او ليكلي، كه افغانانو ته امكانات برابر شي نو په هره برخه كې سترې برياوې ترلاسه كولې شي.

ورځپاڼي د افغانستان په اړه په لندن كې د جوړيدونكې غونډې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د بريتانيى د لومړي وزير په حواله يى ليكلي، دا غونډه به له دوى سره مرسته وكړي، چې خپل ځواكونه بيرته بريتانيى ستانه كړي.

په ورځپاڼه كې د ملي پخلاينې لپاره روانو هڅو ته هم كتنه شوې او د ولسمشر كرزي وروستۍ غوښتنه يوه اسلامي، افغاني او بشري غوښتنه بلل شوې ده.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې په هيواد كې د شتو ستونزو په حل كې پخپله د افغانانو په رول ټينګار كړې او ليكلي، تر هغو، چې امريكا او نړيواله ټولنه دې مسئلې ته پام ونكړي هيڅ يوه ستراتيژۍ نشي بريالې كيدلې.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي، چې د بريتانيى لومړي وزير ګورډن براوون د القاعده په خلاف په روانه مبارزه كې د پاكستان لخوا د زياتو اقداماتو غوښتنه كړې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په اړه د امريكا د نوې ستراتيژۍ اعلان ته په اشارې په افغانستان كې شتو ستونزو ته ګوته نيولې، چې د ورځپاڼې په وينا د ګاونډيو هيوادونو له لاس وهنې زيږيدلي او ليكلي، تر هغو، چې دا لاس وهنې بندې نشي هيڅ يوه ستراتيژۍ نشي بريالې كيدلې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سميې روان حالات راخستې او له بيلابيلو اړخونو يى څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د ښكيلو اړخونو ترمنځ د همغږۍ په موضوع بحث كړې او ليكلي، چې د ناټو، پاكستان او افغانستان ترمنځ هيڅ ډول همغږي نشته.

خو اصلاح بيا په يو مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په فعاليتونو تبصره كړې او ليكلي، چې د بهرنيو ځواكونو لخوا د ځانګړو اهدافو تعقيب او دقيق پروګرامونه كولې شي ستونزې پاى ته ورسوي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د افغانستان په اړه د امريكا په نوې ستراتيژۍ او د سرتيرو د زياتولو په مسئلې تبصره كړې او ليكلي، چې د سرتيرو زياتول بايد پر پاكستان له فشار سره مله وي، ځكه د ورځپاڼې په وينا له ترورزم سره په مبارزه كې د پاكستان چلند دوه ګونې دې.

ورځپاڼې په يو جلا سرليك كې د بريتانيى د لومړي وزير دا خبردارې راخستې كه چيرې پاكستان د وسلوالو پر ضد جدي عمل ونكړي نو د لويديځ د پوځې او مالي مرستو نه به بې برخې شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د كابل د پوليسو په حواله ليكلي، چې د ګډوالو چارو د وزير زوى سهوا يو ځوان وژلې او دې اوس د پوليسو په توقيف كې دې.