کور / شعر / غزل

غزل

څه وکړم لمبو په مخه کړی یم
څنګه درته ډیرې کیسې وکړمه
خدای دې یو ځل رواله جانانه بیا
بیا به درته ډیرې کیسې وکړمه
**********
بې اختیاره چې صنم ورپسې ژاړي
پرهر نه ژاړي مرهم ورپسې ژاړي
په تڼاکو خپو د زړه کعبې نه تاو شوه
بیرته ووته حرم ورپسې ژاړي
شین سپرلی و شنو جامو کې اوړیدلی
هغه لاره هغه چم ورپسې ژاړي
شوه پیغلوټه پښتنې ښوونځی یې پريښود
کرښه نه باسي قلم ورپسې ژاړي
ستا د حسن ملکه به خدای زهیر کړي
ګل زمان په هر قدم ورپسې ژاړي