کور / تازه خبرونه / ښایی اوباما د کرزي په سر یو نفر مقرر کړي

ښایی اوباما د کرزي په سر یو نفر مقرر کړي

د انګلستان ګارډین اخبار لیکی چی امریکا دا نیت لری چی د افغانستان د ورځنیو چارو د کنټرول په غرض د حامد کرزي په سر یو با صلاحیته نړیوال نماینده وټاکی . دغه وړاندیز د ریچرډ هولبروک د ټینګار نتیجه ده . خبر وایی چی دغسی اقدام به د ناټو او ملګرو ملتونو سره د امریکا اختلاف رامنځته کړی . ځکه دا کار به د کابل حکومت نامشروع ثابت کړی . هولبروک ویلی چی د افغان حکومت د فساد په مقابل کی د ملګرو ملتونو دریځ نرم او غیر مؤثر دی . خبر زیاتوی چی اروپا او ملګری ملتونه د هولبروک دغه ټینګار ته د شک په سترګه ګوری او دا ثابتوی چی سپینه ماڼۍ تر اوسه هم د کابل په هکله غوڅ او صاف دریځ نلری . خو مبصرین په دې نظر دي چی د بوسنیا په شخړه کی د هولبروک د رول په تجربه سره د ده نیت او اراده باالاخره د افغانستان د ملی یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په زیان تمامېدای سی .