د ايران سمندريز ځواك 5برتانيان نيولي دي

21 | دسمبر 1st, 2009


د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي چى د ايران سمندريز ځواك 5 برتانيان نيولي كوم چي د البحرين نه په يوه وړه كيښتۍ كي دوبۍ ته تلل.
د ايران نميه رسمې خبرې اژانس .فارس. ويلي چى د ايران انقلاب ساتونكي ځواك نن سي شنبي په ورځ دا منلي چي ګواكي د ايران سمندريز ځواك 5 برتانيان نيولي.
د بي بي سي دپلوماتيكو چارو خبريالي بريډ ګيټ كيندل بي بي سي ته وويل چي دغه 5 برتانيانپه تير پنځويشتم 25 نومبر ايران نيولي ول خو د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت دغي پيښي ته په پرده كي حل لټوه خو د ډيرو ورځو په تيريدو او په رسنيو كي د خبر د خپريدو له امله د برتانيا او ايران د بهرنيو چارو وزارتونو د خبر تاكيد وكړ.
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډويډ ملياند ويلي چي هيلمند دې چي ډير زر به دغه 5 برتانيان را خوشي شي هغه زياته كړه مونږ د ايران د بهرنيو چارو د وزارت او دلته په لندن كي د ايران سفارت سره مو خبريرواني دي

Copyright Larawbar 2007-2024