کور / مرکه / د فوټبال له تکړه او پياوړي لوبغاړي ( فهيم افکار ) سره مرکه

د فوټبال له تکړه او پياوړي لوبغاړي ( فهيم افکار ) سره مرکه

فوټبال سرمايه ګزاري غواړي او له سرمايه ګزارۍ پرته پرمختګ نشي کولى.

نړۍ : فهيم جانه! د مرکې په پيل کې که ځان د نړۍ اونيزې لوستونکو ته ور وپېژنې خوښ به شو.
افکار : بسم الله الرحمن الرحيم ، زما نوم ( محمد فهيم افکار) دى، اصلاً د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ استوګن يم، زده کړې مې تر لسم ټولګي د ننګرهار په لېسه کې او وروسته کابل ته کډه شو چې بيا مې هلته د ( ابراهيم خليل الله ) په لېسه کې نورو زده کړو ته دوام ورکړ او له هماغې لېسې فارغ يم اوس مهال مې نوره کورنۍ په کابل کې او زه دلته په جلال اباد کې کورسونه لولم او ترڅنګ يې د فوتبال لوبه هم کوم.
نړۍ : د فوټبال لوبې ته دې له څه وخته مخه کړې؟
افکار : يره! اته کاله کېږي چې زه دا لوبه کوم.
نړۍ : لوبې خو نورې هم ډېرې دي، که دا راته ووايې چې ولې دې فوټبال ته مخه کړه؟
افکار : ولا که ريښتيا درته ووايم نو له فوټبال سره مې له ماشومتوبه دومره مينه وه لکه د ليلا او مجنون او بله خبره دا چې زمونږ په کورنۍ کې زما ما ماګان هم له پخوا د فوټبال لوبغاړي وه او دا لوبه به يې کوله، بس له هماغوى سره ما هم پيل کړه.
نړۍ: اوسمهال له کوم ټېم سره لوبه کوې ؟
افکار : زه اوس د ( ننګرهار کابل بانک ) ټيم سره لوبه کوم او همدا ډول ددې ترڅنګ د( ننګرهار منتخب ) ټېم او ( د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي ټېم ) کې هم يم.
نړۍ: فوټبال لوبه دې له خپلو ماماګانو زده کړې که نه کوم بل استاد دې لاره؟
افکار: نه ، له خپلو ماماګانو مې نه ده زده کړې ،له هغوى سره مې دوه درې مياشتې لوبه کړې ، زما له اول نه تر اوسه د فوټبال په برخه کې استاد ( محترم استاد محمد حنيف صديقي ) دى، چې کور يې ودان خداى دې تر ډېره ژوندى لري، په دې برخه کې يې له ماسره ډېره مرسته کړې ده.
نړۍ : ته اوس د کابل بانک ټيم لوبغاړى يې، کابل بانک تاته او د ټېم نورو غړو ته معاش درکوي او که هسې تش په نوم د کابل بانک ټېم دى؟
افکار : فعلاً دلته دکابل بانک ټېم نو تشکيله يعنې نوى دى او دا يوه مياشت کېږې چې جوړ شوى نو اوسمهال مونږ هر لوبغاړي ته ( پينځه ويشت ) ډالره معاش راکوي.
نړۍ : اوسمهال په ننګرهار کې د فوټبال نورې لوبډلې يا ټېمونه هم شته ؟
افکار : ولا اوس په ننګرهار کې دولس د ( a ) ټېمونه دي، پينځلس د (b ) او دولس نور د ( سي ) ټېمونه دي
نړۍ : که لوستونکو ته يې روښانه کړې چې له دې ( اى بي او سي ) ټېمونو نه مطلب څه دى ؟
افکار : له ( اى ) نه مې مطلب هغه غټ او تکړه هلکان او ټېمونه دي، همدا ډول ورپسې ( بي ) ټېمونه يعنې منځمهاله نوي او تنکي ځوانان دي، ورپسې ( سي ) ټېمونه چې هغه واړه هلکان پکې لوبيږي.
نړۍ : دا مهال په ننګرهار کې هغه ټېمونه کوم دي چې تکړه لوبغاړي او ښه نوم لري؟
افکار : دلته اوس تقريباً شپږ ښه ټاپ ټېمونه دي چې هم ښه نوم او تکړه لوبغاړي لري ؟
نړۍ : کوم کوم دي که نومونه يې واخلې:
افکار: لکه ( د ننګرهار منتخب ټېم ) چې زه يې هم غړى يم او همدا ډول د پيداکوژي ، جوانان ، ختيځ ، ستاره ، او اتحاد ټېمونه ښه او ټاپ ټېمونه دي، نور هم ښه ټېمونه شته خو دا پکې هغه ډېر ښه ځلېدلي او مشهوره ټېمونه دي .
نړۍ : په دې شپږو کې بيا تر ټولو غوره هم کوم يو شته؟
افکار : ټول ښه دي خو ( د ننګرهار منتخب ) ټېم پکې ډېر ښه او قوي دى، چې ټول پکې هغه ګلچين ګلچين لوبغاړي راټول شوي.
نړۍ : تا په خپلو لومړنيو خبرو کې وويل چې اوس د کابل بانک لوبډله کې لوبېږې، که دا ووايې چې له دې مخکې په کومو لوبډلو کې لوبېدلى يې؟
افکار : زه خو څو لوبډلو کې لوبېدلى يم خو د ( ننګرهار کابل بانک ) نه مخکې د ( سېتاره ) په لوبډله کې لوبېدم او له هغې مخکې د کابل ولايت د ( کابل بانک ) لوبډله کې وم.
نړۍ : د ننګرهار چارواکي له تاسو او لوبغاړو سره مرسته کوي که نه؟
افکار : ولا دومره يې کړي چې دا د لوبو ميدان يې راته چمن يا
فرش کړى، بس غير له دې نوره هېڅ پاملرنه لوبغاړو ته نه ده شوې، حتا که درته ووايم کله چې ( ټورنمېنټ سيالۍ يا مسابقې ) دلته کېږي نو ورته پيسې له لوبغاړو راټولېږي او بيا په هماغو پيسو کپونه او مډالونه اخيستل کېږي.
نړۍ : تاسې تر اوسه په څو سياليو کې ګډون کړى او څو مره برياوې مو ترلاسه کړي؟
افکار : ما تفريباً درې ولايتي لوبې لوبولي، يوه په ( تخار ) کې ( دننګرهار منتخب ) ټېم له خوا يوه لوبه مې په کابل کې لوبولې، يوه بله لوبه مې سږ کال دلته په ننګرهار کې ولوبوله چې د ټول افغانستان په سطحه سيالۍ وې، همدا ډول مې د ( سي ) لوبډلو په ( دېرش ) سياليو کې د ( بي ) لو بډلو په ( شل ) سياليو کې مې هم گډون کړى.
نړۍ : له هېواده بهر دې په کومه سيالۍ کې برخه اخيستې؟
افکار : بلې ! يو ځل تاجکستان ته ( دافغانستان دنولس کلنو ځوانانو ملي لوډلې ) سره د ننګرهار ولايت په استازيتوب تللى يم، هلته مو درې لوبې ولوبولې چې يوه مساوي يوه موله نېکه مرغه وګټله او يوه مو له بده مرغه وبايلله .
نړۍ : که وګورو په افغانستان کې د فوټبال لوبه له ډېر پخوا راهيسې روانه ده خو تراوسه يې دې هېواد ته کومه د پام وړ بريا نه ده راوړې خو د کرکټ لوبه ډېر لږ وخت کېږي چې افغانانو ورمخه کړې، بيا هم زمونږ دکرکټ ملي لوبډلې ډېرې نړۍ والې سيالۍ ترسره کړې او ډېرې برياوې يې افغانستان ته وګټلې، ايا مونږ په افغانستان کې د فوټبال کومه قوي لوبډله نه لرو چې نړۍ والو سياليو ته ووځي او که نړۍ والو سياليو ته وتي خو برياوې يې نه دي ترلاسه کړي؟
افکار : نه ، هغه خبره نه ده ، فوټبال داسې لوبه ده چې سرمايه ګزاري غواړي او فوټبال غير له سرمايه ګزارۍ نه کېږي.
نړۍ : ولې کرکټ سرمايه ګزاري نه غواړي ؟
افکار : ګوره کنه فوټبال چې څومره سقيله لوبه ده، کرکټ بيا هغومره نه ده. په لوبو کې د لوبو ( شاه ) د فوټبال لوبه ده او بله دا چې حکومت دفوټبال لوبې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او که پاملرنه يې وکړه نو انشاالله چې نتيجه به ورکړي.
نړۍ : په نړۍ والو فوټبالرانو کې دې کوم خوښيږي؟
افکار : زما په نړۍ والو فوټبالرانو کې درې لوبغاړي خوښيږي چې ( کريستيانو رونالډو ) ( رونالډينو ) او يو بل برازيلى دى چې ( کاکا ) نوميږي. نړۍ : خپل ځان درته څنګه لوبغاړى ښکاري؟ افکار : ( خندا ) يره! زه خو ځانته څه نه شم ويلى خو خلک مې ډېر تشويقوي. نړۍ : د فوټبال په لوبه کې ډېر کله دا لوبغاړي غورځي، خوږيږي، حتا مونږ ليدلي چې پښه يا لاس يې مات شوي، ته خو به کله لوېدلى يا خوږ شوى نه يې ؟
افکار : بلې! په فوټبال کې دا خبرې شته، خو يره زه داسې کلک کله نه يم خوږ شوى خو له بده مرغه دغه د افغانستان په سطحه لوبو کې زمونږ له بغلان سره لوبه وه، بغلان ته مو دوه په صفر ماته هم ورکړه خو په دې کې چې مونږ فاينل يعنې اخرنۍ لوبې ته ورسېدو، مونږ د بغلان له ټېم سره په لوبه بوخت وو چې زه ولوېدم او پښه مې هم خوږ شوه چې بيا په فاينل لوبه کې زه نه وم، نو دا چې زمونږ په ټېم کې زما استاد او نور لوبغاړي
په ما يو څه حساب کوي او يو څه ملا راباندې تړي نو هلته بيا حتا زمونږ مشرانو په ما پسې داسې خبرې کولې چې ولا ( فهيم ) خو د بغلان له لوبډلې رشوت اخيستى او خوږ نه دى، هسې بهانې کوي چې فاينل ته رانغى په داسې حال کې چې ټولو ته معلومه وه چې ماته هملته په ميدان کې لس دولس ستنې ( پيچکارۍ ) وشوې، ته باور وکړه چې په هماغه وخت کې هم په داسې حال کې چې زه مرګ حال وم بيا مې هم استاد کشکولم چې جيګ شه، لوبه وکړه چې فاينل دى يعنې د خداى په فضل دومره حساب راباندې کېږي.
نړۍ : ستا په نظر په افغانستان کې د فوټبال تر ټولو ښه لوبغاړي او ښه ټېمونه د کوم ولايت دي؟ افکار : ولا ټول ښه دي خو دکابل زما له نظره تر دې نورو ولايتونو يو څه ښه دي. نړۍ : لامل يې څه دى؟ افکار : هغوى ته ښه امکانات برابر دي، لوبغاړي ښه معاشونه لري، که په لنډ ډول يې درته ووايم چې تر دې نورو ولايتونو د کابل لوبغاړو ته يو څه پاملرنه شوې.
نړۍ : هغو ځوانانو ته چې سپورت نه کوي په تېره هغو ځوانانو ته چې په نشه يي توکو هم روږدي دي، څه پيغام لرې ؟
افکار : زه ټولو ځوانانو ته دا پيغام لرم چې سپورت ته مخه وکړي ، په تېره هغو ځوانانو ته چې په نشه يي توکو روږدي دي، وايم چې له دې نشه يي توکو دې لاس په سر شي ځکه دا خو نن سبا ماشومانو ته هم معلومه ده چې نشه يي توکي څه او څومره زيانونه لري، بله خبره دا چې د اسلام مبارک دين هم دا څېزونه ناروا ګڼلي او همدارنګه د نشه يي توکو استعمالول د انسان عزت ته هم زيان رسوي. نړۍ : يو شمېر ورزشکاران ورزشي اخلاق نه مراعتوي او له ورزشه ناوړه ګټه اخلي، له خلکو سره جنګونه کوي ځان تر نورو لوړ بولي، دغه ډول لو بغاړو ته څه پيغام لرې؟ افکار : يوه خبره به زه درته وکړم کله چې زه لومړى په دې خپل ټېم کې داخل شوم نو زمونږ استاد به مونږ ته بار بار ويل چې که تاسو دومره تکړه لوبغاړي شئ چې له پښو مو اور هم باد شي خو چې اخلاق مو سم نه وه زما په کار نه يىء او نه به تاسو سم ورزشکار واوسئ، نو خبره داده چې په ورزش کې له هرڅه اخلاق مهم دي او زه ستا دا خبره منم چې ډېر ورزشکاران له خپله ورزشه بده استفاده اخلي په تېره بيا زمونږ دا د بوکسېنګ د لوبې لوبغاړي خو هغه لوبغاړي چې دې لوبو ته يې نوې نوې مخه کړي وي، بس ټولو لوبغاړو ته په کار ده چې سپورتي اخلاق مراعت کړي. نړۍ : فهيم جانه وروره! له تانه ډېره مننه، کور دې ودان چې له نړۍ اونيزې سره دې مرکه وکړه. افکار : وايم له تانه ډېره، ډېره، ډېره مننه ، ته باور وکړه چې زه دومره خوشاله يم چې د نړۍ اونيزې لپاره دې ما سره مرکه وکړه چې په جامو کې نه ځايېږم، خداى مو ژوندي لره.