کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نوي كابينه بايد څه ډول وي

نوي كابينه بايد څه ډول وي

ښاغلى ولسمشر دكابيني په جوړولو سخت مصروفه دي اوپه دي هكله پراخي مشوري كوي اوكيداى سي دامشوري دخپل مشاورنو ،جهادي اوبانفوذه مشرانو اودهغواړوندوهيوادونو دديپلوماتانو سره وي چه دافغانستان په مسًله كي زياددخيل دي. خوښاغلۍ كرزي بايد دملت غوښتني په نظركي ولري اوداسي يو كابينه جوړه كړي چه ټول اړين اړخونه په كښي نغښتي وي ، دملي مشاركت مسًله نوي خبره نه ده بلكه دمرحوم محمد ظاهردسلطنت پرمهال هم دا اصل په نظركي نيول سوى ؤ ،اوس هم دملي مشاركت خلاف څوك نه دي اما عدالت بايد په نظركي ونيول سي ،هغه متل دى چه وايي سړي ګوره برخي ويشه . ترمخه تردي چه دنوي كابيني پرمشخصاتو وږغيږو نو دموجودي كابيني په هكله څه ويل غواړو ،موجوده كابينه متاًسفانه دډيروستونزواو مشكلاتو ډكه وه ،په هيڅ ډول كاميابه كابينه نه وه دكابيني دغړوترمنځ هم اهنګي نه وه ،يوشميروزيرانو دكاراهليت نه درلود ،يوتعداد داسي وزيران وه چه ددوي كاركردكي اوفعاليت تركابل نه دي وتلى ، يونيم خودفلمي ستورو په شان دتلويزيون دكمروزيات علاقمند وه هميشه يي كوښښ كوي چه دتلويزيون پرپرده ښكاره سي ،حال داچه ددي كار لپاره نوركاركوونكي يا ويندويان سته اما جناب وزير غوښتله چه پخپله دغه ډيروړوكۍ خبر خپوركي ،او وښيي چه زه دومره فعال شخص يم ،اما اوس ملت ويښ دى په دي چل ول نه خطاوزي ،يوتعداد وزيران خوپه فساد متهم دي وګورو چه واقعا به ددوي محاكمه وسي او جزا به وركړه سي او كه به دمعافيت واكسين وركړه سي . څرنګه چه دموجوده كابيني وخت پوره دي نو مسًله بايد داسي ساده ختمه نه سي چه وزيرصاحبان ولاړسي خپلو كورونوته ،بلكه ددوي دپنځه كلني دوري لاس ته راوړني وارزول سي اوددوي لاس ته راوړني وملت ته په ګوته سي ،ددوي شخصي منقوله اوغيرمنقوله پانګه اوشتمني بايد چه دمسًولو اورګانونو لخوا ترڅيړني اوارزيابۍ لاندي ونيول سي كه چيري نامشروع دارايي اوشتمني وموندل سي بيرته دولت ته مصادره سي اومربوطه وزير ته سخته سزاوركړه سي.
دنوي كابيني لپاره بايد وړكسان وټاكل سي ،يعني ديوي خوا متخصص او مسلكي كسان وي او دكارتجربه ولري او بل پاك اوصادق كسان وي او دافغانستان دمشكلاتو اوستونزو څخه باخبره وي ، كيداي سي چه يوډيرمتخصص افغان دديرشو څلويښتو كالو راهيسي دوطن څخه ليري په اروپا او امريكي كي ژوند كړى وي او دافغانستان دحالاتو څخه پوره باخبره نه وي او خپل مليت يي هم بدل كړى وي نوداسي كس ته وزارت وركول به هيڅ موثر نه وي . اوزيات كوښښ وسي چه نوي كسان په كابينه كي وټاكل سي ،كيداي سي دوه دري وزيره دزړي كابيني څخه وړ كسان وي .
وزيران بايد مشخص كاري پلان ولري ،دمياشتي حتي داونۍ لپاره كاري پلان ولري ،داسي نه وي چه روزمره وزارت ته ځي خودكاردرك يي نه وي معلوم . دوزير په څنګ كي بايد داسي مرستيالان وټاكل سي چه كاملا مسلكي اوفني كسان وي . وزيرانوته دري مياشتي دازميښت دوره وټاكل سي اوددوي لاس ته راوړني ديوي پياوړي اوفني كميټي لخوا وارزول سي ،كه چيري دوزيرصاحب دازمايښت دوره لاس ته راوړني ونه لري نو لازمه ده چه نوموړي وزيرصاحب رخصت سي اوپرځاى يي بل وړ كس مقررسي . او داپروسه دمرستيالانو،واليانو ، ريًسانو اونورولوړرتبه چارواكو په هكله عملي سي.