کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روانه جګړه یوازي وسله وال طالبان نه کوي (دميرويس افغان ليکنه)

روانه جګړه یوازي وسله وال طالبان نه کوي (دميرويس افغان ليکنه)

afghan_mirwais@yahoo.com

دروان ۲۰۰۹ عیسوي کال دنومبر دمیاشتي ۱۷ نیټه وه چې دمعمول سره سم مي دپاکستان جنګ ورځپاڼه راپورته کړه . په لندن کي هسي هم دډیری نورو افغانانو په څیر زه هم خبرونه په انټرنیټ پاڼو کي لولم خودجنګ ورځپاڼې دمقالو لوستل مي له ډیره پخوا څخه عادت جوړ شوی دی .

دجنګ ورځپاڼي دمقالو په برخه کي دسرمقالې ترڅنګ لومړنۍ مقاله د(جرګه) په نوم دپاکستان دصحافت دیوه پیا وړي خبریال سلیم صافي وه چي له ډیروحقیقتونویې پرده پورته کړې وه.

سلیم صافی دپاکستاني ژورنالیزم دډګرهغه ځلانده ستوری دی چې درڼا ګټه یې یوازي پاکستاني ولس ته نه بلکه دسیمي ډېری اوسیدونکو ته رسېږي .

باید ووایم چې دسلیم صافي شخصیت او پوهه په یوه مقاله کي نه راغونډېږي خو که څوک غواړي چې دده دزړورتیا او وړتیا په اړه ځان خبرکړي نوبیا دي دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دجیو ټلویزون د(جرګه) په نوم سیاسي پروګرام وګوري او یادي هم په جنګ ورځپاڼه کي د(جرګه) په نوم مقالې ولولي .

زه دسلیم صافي پرکار او شخصیت نور نه ږغېږم اواصلي موضوع ته راځم .

ښاغلي صافي خپله لیکنه په دې پیل کړې چې :

نه پوهېږم دنړۍ دغولولولپاره به موږ ترڅوپوري ځان غولوو، دوسله والو طالبانواو القاعده شبکې د زور او ځواک څخه په اصل کې پاکستاني مذهبي مشران او تقاوت(ریټائیرډ) شوي پوځي افسران خبردي . دغه پوځي افسران او مذهبي مشران په غونډوکې وایي چې په پاکستان کې بمي چاودنې اوځانمرګي بریدونه غبرګونونه دي او په هم هغه غونډه کي بیا وایي چې دا کار دهندوستان داستخباراتو(را) دامریکا داستخباراتو(سي آی اې) او داسرایلو داستخباراتي اجنسي (موساد) له لوري کېږي.خو له دوی څخه هیڅوک داپوښتنه نه کوي چې دا غوغا خو تاسو او ستاسي پخواني پوځي تقاوت شوي افسران کوي چې اوسنی حکومت دامریکا او هندوستان په اشارو چلېږي .

بیا دا(را) (سي آی اې) او (موساد) دداسي حکومت په خلاف ولي غبرګون ښیي چې ددوی په اشارو نڅا کوي؟

بیا تاسو غوندي په اصتلاح دامریکا او هندوستان دښمنان ولي نه په نښه کوي ؟

عجبه خولا داده چي دپیښور په ترټولو ګڼ مېشته سیمه (نمک منډۍ) کې اوس له ویري څوک نه تر سترګو کېږي او دغه په اصتلاح دامریکا دښمنان لاریونونه جلسې اوپراخي غونډي کوي خو څوک ورته څه نه وايي.

عجیبه خبره ده چې په (را) (سي آی اې) او (موساد) باندي څه چل شوی چې خپلو دغو په اصتلاح دښمنانو ته څه نه وايي خو کله دامریکا یوخواخوږی اسفندیار ولي په نښه کړي او کله یې بیا نظردامریکا ترټولو ډېرنېژدې دوست پرویزمشرف باندي وي.

ښاغلي سلیم صافي په خپله اوږده مقاله کي دا هم لیکلي دي چې په تېرو دېرشو کلونو کې موږ(پاکستان) دامریکا په غوښتنه له پخواني شوروي اتحاد سره پر افغان خاوره خپله جګړه وکړه او اوس هم یقینآ روسیه ،چین او ایران له امریکا سره په افغان خاوره او همداراز په پاکستان کې خپله جګړه کوي .

دی وايی چې په افغانستان کې هم دپخواني شوروي اتحاد په خلاف پخپله افغانان جنګېدل خواصل دا جنګ امریکا اوځینو نوروهیوادونو دروسیې په خلاف کاوه،او همدارازپه پاکستان کي هم دنورولپاره جګړه پخپله پاکستانیان کوي چې نوموړی یې دروسیې،چین او ایران جګړه بولي.

لیکوال زیاتوي چې بیت الله محسود،حکیم الله محسود،قاري حسین ، طارق افریدی ، عبدالولي ، مولانافضل الله ، مولا نا فقیر محمد او ډاکترعثمان یو هم له امریکا څخه نه دي راغلي او نه هم دیوه بچیان په هندوستان کي زدکړي کوي بلکه ټوله پاکستاني دي . البته دغو ټولو کسانودپاکستان په خلاف لیڅي رانغښتي دي .

سلیم صافي لیکلي چې داهم ممکنه ده چې په پاکستان کې دجګړې اورته دافغانستان دحکومت په ګډون هند،ایران ، امریکا او ډیری نور هیوادونه لمن وهي خو دده په خبره چې تنور پخپله پاکستانیانو ګرم ساتلی دی خو ډوډۍ ورکې هرڅوک پخوي .

زما لپاره داډېره هیرانوونکې ده چې یو پاکستانی مشهوره خبریال دپاکستان په ترټولو مشهوره او نامتو ورځپاڼه (جنګ) کې داسي لیکي.

لیکوال هغه څه لیکلي چې له تېرو دېرشو(۳۰) کلونو راپه دې خوا دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅګزي ویل . دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پالیسي هم داوه چې په هره غونډه کي به یې دانارې وهلې چې دخدای په خاطر په افغانستان کې دجګړې اورته لمن مه وهئ ، کنه دا اور به ستاسو کورته هم راځي او تاسو به هم په هم دغه اورکې سوځئ . هم هغسي وشول او نن دپاکستان په هر ښار کې وېره خپره او دافغانانو په څېرپاکستاني وګړي هم په آزاده پښه نه شي ګرزېدلای .

که څه هغه وخت جنګ ورځپاڼي دپښتونخواګوند دغونډوداډول راپورونه هم په اساني نه خپرول خو اوس دوی پخپله هم هغه ډول خبري کوي چې پښتونخوا ګوند کلونه وړاندي کولې .

که څه هم سپیني خبري لیوني یا زورور کوي او یا هم زړه ور.

سلیم صافی یو ډیر زړه ور خبریال دی ، ښایي زه دده په ډول په زړورتیا سره ونه لیکلای شم خو دا ویلای شم چې په پښتني سیمو کې روانه جګړه په ټولیز ډول یوازي وسله وال طالبان نه کوي . دپښتني سیمو په روانه جګړه کې امریکا دمشر تابه رول لوبه وي خو ګاونډي هم پکښي ښکېل دي . البته په پښتني سیمو کې درواني جګړې اورته تر ټولو ډېره لمن دشمال ټلوالې هغه ځواکمن کسان وهي چې په افغان حکومت کې پر لویو چوکیو ناست دي . دورته پېښو ډېر مثالونه هم لور چې پرخپل وخت به یې خپاره کړو.

موږ یوځل بیا دوی ته دا یادونه کوو چې که پرپښتني سیمو هم دا دول جګړه تپل شوې وي نو دګاونډیانو سره سره دنړۍ ډېری نور هیوادونه هیڅ کله سوله ئیز ژوند نه شي کولای . همداراز دشمال ټلوالې زورواکانو ته په کاردي چې په پښتني سیمو کې دجګړې اورته لمن ونه وهي ځکه که پښتني سیمي نا ارامه وي نو شمالي ولایتونه هم په سوله کې نه شي پاتې کېدلای او دا اور هسي هم اوس ددوی تر جونګړو رسېدلی دی او که يې نور هم دې اورته ورپؤکړل خدای مکړه ددوی کلي کورونه په هم دهلمند،کندهار،اروزګان،خوست،پکتیا،زابل،میدان وردګو،غزني،فراه،پکتیکا،کنړ،نورستان،وزیرستان،مومندو،ښکلي سوات او پیښور په ډول دجګړې په اوروسوخل شي .