د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازى: په ملکي هڅو کي همږغي نشته

56 | دسمبر 3rd, 2009


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړى استازی په افغانستان کي د ملکي هلو ځلو پر څرنګوالي نيوكه وکړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړى استازی وایي د افغانستان د رغوني، په ملکي هڅو کي همږغي نه شته او باید چي ښه سمبال شی .

ریچارد هولبروک په بروسلز کي وویل، په داسي حال کي چي پوځي هڅي په متحده توګه رواني دي د افغانستان د رغوني لپاره د ملګرو ملتونو، بیلابیلو حکومتونو، غیر دولتي موسسو او نړیوالو سازمانونو هلي ځلي جلا جلا ترسره کیږي.

ده وویل چي د امریکا حکومت په دې باور دی چي دغه هڅي باید سره همږغي شي .

ریچارد هولبروک دغه خبري په بروسلز کي د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډي مخکي کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024