کور / تازه خبرونه / امريکايي چارواکي: واشنګټن به خامخا خپل پوځيان ١٨ مياشتي وروسته نه باسي

امريکايي چارواکي: واشنګټن به خامخا خپل پوځيان ١٨ مياشتي وروسته نه باسي

د امریکا لوړ رتبه چارواکي څرګندوي چي واشنګټن په کوم خاص پلان مقید نه دی چي، اتلس میاشتی وروسته به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل خامخا پیلوي.

دفاع وزیر رابرت ګیتس د سنا د مجلس پوځي کمیټې ته پرون وویل چي، امریکایي مشران به د راتلونکي کال په ډیسمبر میاشت كي د اوضاع جاج اخلي او دا به ټاکي، که چیري د امریکایي او ناټو ځواكونو لخوا افغاني ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو دانتقال شرایط برابر وي.