کور / تازه خبرونه / د ناټو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه مسايل څېړي

د ناټو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه مسايل څېړي

د ناټو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران د افغانستان وضعیت او له روسیې، اوکراین او ګرجستان سره ددغه تړون اړیکي څیړي.

د ناټو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل كي خپله دوه ورځنی غونډه پيلوي چي، د هغې په ترڅ کي د افغانستان وضعیت څیړي او له روسیې، اوکراین او ګرجستان سره دناټو د اړیکو په اړه خبري کوي.

ناټو وایي په نننیو غونډو کي به د ګرجستان او اوکراین د هغو هڅو د پرمختګ جاج واخیستل شي چي، له دغه تړون سره یې د یوځای کېدو په لاره ترسره کوي.

دغه راز سیمه ایز امنیتي مسایل هم څیړل کیږي.

تر هغه مخكي د امریکا ولسمشر وړمه ورځ افغانستان ته د 30 زرو نورو عسکرو لیږل اعلان کړل، د ناټو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جمعی په ورځ په افغانستان کي خپلي رواني هلي ځلي څیړي .

د جمعی په ورځ روسیه او ناټو هم غونډه کوي، تمه ده د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف به هم په کي برخه واخلي.