کور / تازه خبرونه / افغان دولت د امريکا د نوي ستراتيژۍ هر کلى او سپارښتني کړي

افغان دولت د امريکا د نوي ستراتيژۍ هر کلى او سپارښتني کړي

د افغانستان جمهوري رياست، د افغانستان لپاره د امريكا د متحدو ايالاتو د نوي ستراتيژۍ هركلى وكړ او د هغې د پلي كېدو لپاره يې خپل تيارى څرګند كړى.

په هغه اعلاميه كي چي د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خپره كړې راغلي چي، د ملكي خلكو د سرومال ساتنه، د سولي او پخلايني ملاتړ، د تروريستانو د بريدونو مخنيوى، د سيمه ييزي ستونزي په بڼه له تروريزم سره مبارزه، د افغان ځواكونو پياوړتيا، د قانون د ښه پلي كيدو په مقصد د اړوندو ادارو پياوړي كول، د ښو خدماتو رسول او د اقتصادي ودي ملاتړ هغه موارد دي چي بايد په پام كي ونيول شي

په اعلاميه كي دا هم راغلي چي، د افغانستان دولت ددې ستراتيژۍ د پلي كېدو لپاره خپل نظريات مخكى له دې هم، له متحدوايالاتو سره شريك كړي و