کور / تازه خبرونه / په هرات کي يوه امنيتي حوزه په يولک يورو جوړېږي

په هرات کي يوه امنيتي حوزه په يولک يورو جوړېږي

په هرات ولايت كي د ولايتي بيارغوني ډلي له خوا د يوې امنيتي حوزې د بنسټ ډبره كښېښول سوه.

دغه امنيتي حوزه د هرات د زړې قولي اردو په سيمه كي د سل زره يورو په لګښت په شپږو مياشتو كې جوړېږي.

د هرات ولايت امنيه قوماندان عصمت الله عليزى وايي، په دې سره به پوليس هوسا سي او پر امنيتي چارو به هم ښه اغېز وكړي.

د هرات د ولايتي بيارغوني ډله په ايټاليا هيواد پوري اړه لري چي په روان كال كي يې د بيا رغوني په كارونو ۵ ميليونه يورو لګولي.