په ننګرهار کي ٦ مسافرين په ترافيکي پېښه کي وژل شوي

56 | دسمبر 3rd, 2009


د ننګرهار ولايت څخه د ازادۍ راډيو خبريال وايي چي دغه ټكر د تورخم جلال اباد پر لويه لاره د يوه كوچني او لوى موټر تر منځ تېره شپه سوى او د كوچني موټر ټول وړونكي وژل شوي.

د ننګرهار ولايت چارواكو ددې ترفيكي پېښي لامل د موټر چلوونكو بې احتياطي او د سړك خرابوالى ښوولى، چي په دې وروستيو كي ورباندي ترافيكي پيښي ډېري شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024