کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: له القاعده سره تړلي د وسلوال طاهر يولداش ٤ کسه مو نيولي

ملي امنيت: له القاعده سره تړلي د وسلوال طاهر يولداش ٤ کسه مو نيولي

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چي په فارياب ولايت كي يې له القاعده سره تړلې د ازبك وسلوال طاهر يولداش د شبكې يوه څلور كسيزه ډله نيولې ده.

د ملي امنيت عمومي رياست په يوه اعلاميه كي ويلي دي، چي په دې ډله كي،چې د فارياب ولايت په قرغ ولسوالۍ كي نيول سوي، د حافظ نور الله د ډلې سرګروپ مولوي عبدالستار، عبدالصمد، عبدالقيوم او حاتم جوره شامل دي او ټول د فارياب ولايت اوسيدونكي دي.

د اعلاميې له مخې نيول شوي كسان په وسلوالو حملو، د پلونو او پلچكونو په له منځه وړلو او پر لويو لارو په غلا وو هم تورن دي.

د وركړل شوو معلوماتو له مخې نيول شوو كسانو دا منلې ده، چې د القاعده د ازبك وسلوال طاهر يولداش د ډلې غړي دي.