کور / تازه خبرونه / صومال: د مګديشو په چاودنه كي د 3وزيرانوپه ګډون 18 تنه وژل شوي.

صومال: د مګديشو په چاودنه كي د 3وزيرانوپه ګډون 18 تنه وژل شوي.

د صومال په پلازمينه مګديشو كي دچاودني له امله 18 تنه وژل شوي چى 3 صومالي وزيران هم پكي وژل شوي چاودنه د مګديشو په يو هوټل كي چي د پوهنتون نه د فارغو محصلينو لپاره مراسم پكي نيول شوي وو شوي ده .
اميتي چارواكي وايي چاودنه ځانمرګې بريد وو چي د مراسمو تالار يي موخه وو چاروكى واي په تالار كي 5 وزيرانو شتون درلود چي د عامي روغتيا وزيره قمرعدن علي او د پوهني او روزني وزير احمد عبدالله او د لوړو زده كړو وزير ابرهيم حسن په دغه چاودنه كي وژل شوي .
په مګديشو كي د بي بي سي خبريال محمد حسن چي په تالار كي وو بي بي سي ته وويل چه په تالار كي ټو ټه ټوټه تني پرتي دي هغه زياته كړه په مړو كي 2 ژونالستان هم شته.
د چاودني پړه تر او سه چا په غاړه نه د اخيستي خو د تل په څير د صومال حكومت اسلامي سخت دريزه ډلي تورني كړي .
د يادوني وړ ده چي په مګديشو كي اوس هم ډيري سيمي پوره د حكومت تر ولكي لاندي نه دې او وخت ناوخت د مګديشو په زړه كي وسلوالي نښتي كيږي.
په صومال كي دا وخت د افريقا د ټولني سوله ساتي ځواكونه په دغه هيواد كي د سولي د ټينګښت لپاره په كار بوخت دې چى ځني وخت د اسلامي وسلوالو تر بريد لاند وي .
د يادوني وړ ده چي د صومال ولسمشر شيخ شريف دپخوانۍ سخت دريزي ډلي( محاكم اسلامي ) مشر وو چي په صومال كي يي اوس شريعت هم نافذ كړي خو بيا هو دغه ډلي د حكومت خلاف دي او وسلوال بريونو كوي .