کور / خبرتیا او پيغامونه / ليكوال او سياستوال عزيزالله ماما له دې نړۍ سترګې پټې كړې

ليكوال او سياستوال عزيزالله ماما له دې نړۍ سترګې پټې كړې

د پښتو ژبې يو شاعر او ليكوال او د پښتنو د ملي مبارز پاچاخان د سياسي لارې ملګرى عزيزالله خان په ۵۹ كلنۍ كې له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې او پښين سيمې ته نيژدې په توبه كاكړي كې په خپل پلارني ټاټوبي كې- چې په جنازه كې يې سلګونو خلكو برخه اخيستې وه- خاوره ته وسپارل شو.
عزيزالله خان چې په عزيزماما مشهور و، د ۱۹۵۰م كال د نومبر پر ۱۱مه نېټه پښين سيمې ته نيژدې د توبه كاكړي په حاجي خان كلا كې د خان حاجي سيدمحمد خان كره زوكړى و، لومړنۍ زدكړې يې په خپل ټاټوبي توبه كاكړي او منځنۍ زدكړې يې په پښين كې تر سره كړې وې او وروسته يې له بلوچستان پوهنتون څخه په انګليسي ادبياتو كې د ماسټرۍ ډګري تر لاسه كړې وه او لومړى ځل په تربت كې د انګليسي ژبې د استاد په توګه مقرر شو، خو تر څو كلونو وروسته يې د خپلو ملي او سياسي مبارزو په ترڅ كې له ځينو نورو پښتنو ملتپالو سره په ۱۹۷۶م كال افغانستان ته پناه يووړه او كله چې تر دوو كلونو وروسته بيرته را ستون شو نو د حقوقو پوهنځى يې ولوست او بيا يې د ژوند تر وروستي كاله د حقوقپوه په توګه دنده تر سره كړه.
ارواښاد عزيزالله خان چې د ژوند زياته برخه يې سياست ته بېله كړې وه او د يوۀ ملتپال سياسي مبارز په توګه يې خپل ولس ته زيات خدمتونه تر سره كړي وو. ارواښاد هغه مهال چې د پوهنتون محصل و، د پښتنو محصلينو د اتحاديې مشري پر غاړه درلوده او دا مهال د عوامي نېشنل ګوند په مشرانو كې ګڼل كېده او د پښتنو د ملي مبارز خان پاچاخان د سياسي لارې مبارز و.
عزيزالله خان د پښتو ژبې شاعر او ليكوال هم و چې څلور ناخپاره شوي آثار يې هم تر شا پاته دي.
ارواښاد عزيزالله خان د دسمبر پر درېيمه نېټه د پنجشنبې په شپه په كوټه كې د اوږدې ناروغۍ له امله په روغتون كې ساه وركړه او د جمعې په ورځ په خپل پلارني ټاټوبي توبه كاكړي كې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه كې يې سلګونو كسانو شاعرانو، سياستوالو او د نوموړي خپلو خپلوانو ګډون كړى و.
د يادونې وړ ده چې د كوټې پر كواري سړك باندې د ارواښاد عزيزالله خان په كور كې د نوموړي د فاتحې مراسم دوام لري، ملګري او دوستان كولاى شي د نوموړي د فاتحې په مراسمو كې ګډون وكړي.

تبصره نسته

  1. واقعاً د عزيزالله ماما پر مړينه سخت دردېدلى او ځورېدلى يم. عزيزماما نه يواځې د سياست په ډګر كې خپل قوم او ملت ته ډېر خدمتونه تر سره كړي دي او د لرو او برو پښتنو د يو كېدو ارمان يې ګور ته ورسره يووړ، بلكې ارواښاد عزيزماما د پښتو ژبې او ادب لپاره هم ستر خدمتونه تر سره كړي دي. هم يې خپله په پښتو ژبه كې د ليك له لارې خدمت تر سره كړى دى او هم يې تر خپله وسه له پښتنو ليكوالو سره د بېلابېلو سېمينارونو او كنفرانسونو په جوړولو كې مالي مرسته كړې ده. زه فكر نه كوم چې د عزيزماما تشه به پښتانه تر ډېره وخته ډكه كړاى شي او موږ به دومره بختور و نه اوسو چي د دۀ غوندې يو خواخوږى مشر پيدا كړو چي د هر چا په زړۀ كې يې د يوۀ سپېڅلي او پر وطن او قوم مين انسان ځاى پيدا كړى و.
    خداى دي پر عزيزماما و رحمېږي، ځاى دي يې فردوس جنت شي او كورنۍ ته يې د دۀ پر مړينه تلپاتې حوصله او جميل صبر غواړو.

  2. salamooona
    allah di Azizullah mama o bakhi aw korani ta di da sabr warkri da da pakhtanoo lapara yawa zayee da aw mong pri khafa yoo
    wasslaaaaaaaaaaaaaaaam

  3. Zuma Grano Pakhtoonpallo aw azatmando Pakhtanoo/Afghanano Wronno aw khowaindo Zuma sallamoona aw nikay hellay womanai.
    Da mahkoom Afghanistan da sohalley Pakhtoonkhwa da tarekhee Tatoobee Qouatte semay yaw ziar aistoonkai aw pa pakhtoon qaam mayan Azizullah da mrenay khbar mo tar lasa kar khdai shtaa chay ziat khafa shwam kho da Allah dar bar pa jagoo stargo wartllal yaw wiar bollam aw da wiar marhom Azizulah maa maa khpal Qam aw parwardagar ta tar dera zaya sabat karai woo.
    Da zaka chay da dasay yaw masoom aw mahkoom qaam lapara khadmmat kawallo chay zoma pa nazar da daa haj akbar Allah qabool karai dai.
    za saddiqe zerrak wroor ta daad warkawam chaay pa afghananoo kay aus da bacha khan da laray pairawan bekhee ziat shawee dee aw da khdai pa fazal da azizullah ma ma tasha ba deera zar daka kree.
    Mong tool lar aw bar prattaa Afghanan/pakhtana da Azizullah ma ma pa mreena zawar khafgan sargandawoo aw da daa mohtaramay koranai aw toll pakhtoon qam ta da sabar jamell ghostonkai yam Allah da Azizullaa ma ma woobakhee.ameen

  4. د ماما مرګ ژور ټکان راکړل. ځکه چي د يوه سنجيده سړي، د قلم د خاوند او لوی عالم تشه راپه برخه شوه. دا له کتابونو جوړ سړی وو. اوږده مبارزه يې وکړه، يو لوي نسل يې وروزه او دژوند په هر قدم يې د فکرزړي وپاشل. زه يې د مينې پوروړی يم. دا پور به يې د ياد په ژوندي ساتلو ادا کوم او دعاوې به ورپسې لېږم.

  5. ارواښاد عزيزالله خان (عزيز ماما) واقعاً د هر چا د زړۀ سر و، ځكه خو هر چا ورته ماما ويل. عزيزماما چي پښتو ژبې سره څومره مينه لرله ښايي ډېر لږ پښتانه به له خپلې ژبې سره هغسې مينه ولري، نوموړي د پښتو د مينې پر بنسټ تر پينځو زرو زيات كتابونه را غونډ كړي وو او چي هر چا به ورڅخه كتاب وغوښت انكار يې ورته نۀ كاوه. همدارنګه عزيزماما د وكالت په ستړي او سرخوږي ژوند كې هم خپل ځپلى او استعمار خوړلى ملت نه و هېر كړى او د ملي سياست له لارې يې خپلې قام او ملت ته بېساري خدمتونه تر سره كړي دي، زه فكر نه كوم چي موږ دي په نيژدې وخت كې د عزيزماما غوندې يو پر پښتو او پښتنو مين مشر او خواخوږى پيدا كړو. خداى دي عزيزماما ته جنتونه ور په برخه كړي او پتمنې كورنۍ ته يې تلپاتى زغم غواړو او موږ د ارواښاد له كورنۍ سره ځان د عزيزماما په درانه غم كې په بشپړه توګه شريك بولو، ځكه عزيزماما نه يواځې د (هېواد) پلار او د خپلو خوريونو (ماما) و، بلكې عزيزماما په ريښتينې مانا د لرو او برو پښتنو يو سپېڅلى، خواخوږى او د هر چا په درد دردمن ماما و، ګور دي يې منور وي.

  6. ډیر د خواشینۍ ځای دی چي مونږ له یو بل دروند پیاوړي او نه ستړیکیدونکي سیاسي او ادبي مشر څخه محروم شو . اناالله واناالیه راجعون. له لوی څښتن څخه به دعا وغواړو چې وعزیزماماته په خپل مقدس ځای جنت الفردس کې ځای ورنصیب کړي او د ده و ټوله کورنۍ سره د ده وټولو مینه والو او عقیدتمندو ته د دې ستر غم زغم ورکړي . واقعاً هم هر انسان په خپل چاپیرچل کې خپل یو مقام لري چي کله دا مقام خالي شي نو پته ولګي چي دې نوموړي هم یو ځای نیولی وو سره له خپل یو کرداره . خو دلته به د ارواښاد عزیزماما د ځای د خالي کیدو په اړه دومره و وایم چې عزیز ماما یو ډیر ستر انسان وو او لوړ ادیب ،لیکوال او د میني او سولي ملګری ښه لوړ سیاست پوه وو. که وو وایم چې په ټوله سویلي پښتونخوا کې د عزیزماما د پایې سیاست پوه بل تر اوسه ندی پیدا شوی او پر مخ هم هیله نه لرم چې پیدا دي شي .نو غلط به نه یم، ولي چې عزیز مامایوازي کس وو چې له دهوکې ،مفادپرستۍ او نورو غرضونو څخه خلاس سړی وو. او تل به یې د پښتو او پښتنو له پاره خپل ذهن،عقل، پوهه او منډي ترړي پر مثبته لاره کارولې او په کوم کار کې چې به د قام تاوان وو نو ده به له هغه کاره په کلکه ډډه کوله. خو یو ځای ډیر افسوس راکوي چي (د پښتنو په ژوندیو کي ښه او مړو کي بد نشته) هغه پدې چې موږ د عزیزماما رنګه انسانانو څخه د ده له مرګه پس د ده پر صفت او مېړانه قلم راکشولو پر ځای باید په ژوند یې پلوي وکړو او ورسره ملګرتیا وکړو نو موږ به بیا په هر کور کي عزیز ماما پیدا کړو کني که په ژوند تر ده بد نه وینو او په مرګ بیا ورپسي ژاړو نو دا به زمونږ د ټول عمر د نه بریالیتوب سبب ګرځي او تل به دارنګه مشران راڅخه ځي او مونږ به ترې نه د هیڅ فایدې اخیستلو بغیر پاته یو. نو راشئ له ننه پس د خپل پاته مشرانو د همت ،مېړاني قام دوستۍ او پوهي پر بنسټ پیروي وکړو او د قامي ،ژبني خدمت په لار کي یې ملا وتړو نو نژدې ده چې مونږ به هم پیاوړي مشران تر لاسه کړو او د سیالۍ ډګر ته به راووځو. د عزیزماما ارواح دي ښاده وي

    محب الله ښېراز

  7. دپښتو او پښتنو دسياسي ټولنيز او ادبي ميدان دپياوړى شخصيت په كوچېدو ډير خفه شوم ، همدا زموږ دټولو لار ده ، لوى خداى جل جلاله دي ورباندي ورحميږي ، اروا دي ښاده وي او خپلو خپلوانو ته يې دصبر جميل او ښه بدل غوښتونكى يم.