قاري سجاد:دخارجيانو يو ټانک ويجاړ او سپرلۍ ووژل سوه

د لراوبر اداره | دسمبر 3rd, 2009


يو کس چي رسنيو ته ځان د اسلامي امارت د توره بوړه جهادي محاذ وياند ور پيژني وايي چي نن مازديګر پاوباندي څلوربجې دننګرهارولايت دخوګياڼوپه ولسوالۍ کې دامريکايي عسکروپه کاروان چې دوزيروددوسرکي سره دجهادي ليسې مخي ته دتيريدوپه حال کې وو د دوی د وسله والو لخوا ديوکمين په ترڅ کي دوړو اوغټو اسلحوپه توسط مخامخ بريدترسره شو .

د نوموړي په وينا دبريدسره سم نيم ساعته خونړۍ نښته رامنځته شوه چې له امله يي يو امريکايي ټانګه په مکمل ډول تخريب اوپکښي ناست شپږ تنه امريکايي عسکر ځاي پرځاي ووژل شول .

قاري سجاد ادعا کوي چي دجګړي څخه وروسته دبريدسيمه ددښمن دنورو عسکرو او چورلکو لخوا محاصره شوي اودخپلو وژل شوو عسکرو په انتقالولو بوخت دي او ويشتل شوى ټانګ يي اوس هم په سيمه کي ويجاړ پروت دى .

نوموړی وايي چي په بريد کي ددوی جنګياليو ته زيان نه دی اوښتی .د نوموړي ددې ادعا په اړه خپلواکو سرچينو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024