کور / تازه خبرونه / په 2009كال كي په عراق كي تر ټولو خونړيزې چاودني

په 2009كال كي په عراق كي تر ټولو خونړيزې چاودني

1 : په څلورم د جنوري په بغداد كي د امام الكاظمې په زيارت د ځانمرګي بريد په پيله كي .38 تنه شيعه زيارت كونكي وژل شوي او لسګونه نو ټپيان شوي ول .
2 : په..13. دفبروري يوي عراقۍ ميرني د شيعه ګانو په كاروان ځانمرګې بريد وكړ چي په پيله كي يي .40. تنه وژلي وو چى ډيرې پكي ښځي او ماشومان ول.
3.: په .8. د مارچ باندي په بغداد كي د پوليسو په اكاډ يمۍ باندي دځانمرګي بريد له امله .28 . پوليس وژل شوي ول .

4.: په 10د مارچ د بغداد د ابو غريب په سيمه كي په بازار كي ځانمرګي بريد د46 تنانو زنده ګي يوړله او لسګونه نور يي ټپيان كړي ول .
5 : .په 23 د مارچ دديالي په ولايت كي دكوردانو د فاتحي په مراسمو ځانمرګې بريد 25 كسان وژلي او تر 50 نور يي ټپيان كړې ول.

6.: په 28 د مارچ په بغداد كي د موټر بم د چاودني له امله 20 كسه وژل شوي او 38 نور ټپيان شوي ول .
7 : په 6 د اپريل په بغداد كي د يو لړ چاودنو په پيله كي 35 كسه مړه او 40 كسه نورټپيان شوي ول .
8 : په 23 د اپريل د بغداد په شمال كي د 3 ځانمرګو بريدونو له كبله 84 تنه مړه شوي ول چي ډيري يي ايراني زيارت كونكي وو.
9 : په 24 د اپريل د بغداد په شمال كي د يو بل ځانمرکې بريد په پيله كي لږ تر لږه 58 كسه وژل شوي وو چي 20 پكي ايراني زيارت كونكي ول.
10 : په 29 د اپريل د بغداد په صدر ښار كي د 3 دريو موټربمونو په چاودنو كي لږ تر لږه 51 كسه وژل شوي وو.
11 : په20 د مۍ د شغله ښار د موټر بم په چاودنه كي 40 تنه وژل شوي وو او 183 تنه نور ټپيان شوي ول.
12 : په 20د جون د غراق د شمالي ولايت كركوك ښار ته په 30كيلو مترۍ كي د باروتو نه د ډك ټرك د چاودني له كيله 72 كسه وژل شوي او 200 نور ژوبل شوي وو.
13 : په 24 د جون دبغداد د صدر ښار په يو ولسي بازار كي د چاودني له كبله 62 كسه وژل شوي وو او 150 تنه نور ژوبل شوي وو .
14 : په 30 د جون د كركوك ولايت نه د امريكايانو د وتلو په ورځ د يو موټربم په چاودنه كي 26 كسه مړه شوي وو او 70 نور ژوبل شوي وو.
15 : په 9 د جولاي د موصل ښار ته نيژ دي د تلغراف په سيمه كي د دوو ځان مرګو بريدونو په پيله كي 35 كسه وژل شوي وو او 60 تنه نور ټپيان وول .
16 : په 31 د جولاي په بغداد كي په 5 جوماتونو د يو لړ بريدونو له امله 29 شيعه زيارت كونكي مړه او 139 نور ټپيان شوي ول .
17 : په 7 د اګست ديو موټربم چى د تركمانو د يو جومات مخ ته چاودي دلي وو 37 كسه يي وژلي ول او تر 50 نور يي ټپيان كړي وو .
18 : په 10 د اګست موصل ښار ته نژدي دخزنه په قريه كي د بارتو نه د ډك دوو ټركونو په چلودنو كي 28 تنه وژل شوي وو.
19 : په 19 د اګست په بغداد كي د مالي او بهرنيو چارو په وزارتونو د يو لړ بريدونو په لړ كي 100 تنه وژل شوي او 500 نو ر ژوبل شوي وو .