غزل

د لراوبر اداره | دسمبر 3rd, 2009


ګرځــــــــــــــــــــم شپه اوورځ په بيابان
لکه هسې ليونې څيرې ګــــــــــــــريوان
شونډي وچي،رنګ مې زيړخزان وهلـــې
ځمکه تنګه رانه ليرې دې اسمــــــــــــان
نوربه نه شم باورې ستـــــــــا په خــــبرو
کـــــه زارې راباندې وکــــــــړې هـــزاران
مـــــــــــــــــــــا لــــه تا نه دوفا تمه کوله
تاوارونه دجفا کـــــــــــــــــــــړلې بيشان
لکه ړوند چــې وې محروم دلوى نعمت نه
يم محروم دنعمتونــــــــــــــــــــــودجهان

مــــــــــــدام وايم مينتوب نه مې توبه ده
عـــاقلان وي دبلانه په (امــــــــــــــــــان)

Copyright Larawbar 2007-2024