کور / تازه خبرونه / دبهرنيوځواکونوډېروالى ستونزي نه سي حل کولاى

دبهرنيوځواکونوډېروالى ستونزي نه سي حل کولاى

دامريکاولسمشربارک اوباماتېره سې شنبې دافغانستان په اړه دخپلي ستراتيژۍداعلانولوپرمهال دغه هيوادته ددېرش زره نوروسرتيرودرالېږلوپرېکړه وکړه.
ددغي پريکړي په غبرګون کي دوسلوالوطالبانوپه ګډون يوشميرهيوادونوخپل نظرونه له رسنيوسره شريک کړل :
چين اودناټوغړويي هرکلى وکړ،پاکستان يادپرېکړه روښانه ونه بلل اودروښانتياغوښتنه يي وکړه ،ايران دنيوکي په ډول وويل :افغانان بايدخپلي ستونزي په خپله حل کړي ،ددوى په خبره دپوځيان رالېږل به دافغانستان کړکېچ پاى ته ونه رسوي .
وسلوال طالبان هم دامريکادولسمشردغه پرېکړه دکړکېچ حل نه بولي بلکي وايي چي دپوځيانوراتګ به نورهم درواني جګړې اورته تيل وروپاشي .
په سيمه اوشاخواکي دسياسي چاروشنونکي ،قلموال اوعادي افغانان هم په دې اړه تقريباورته نظرونه لري اووايي : تاريخ ښوودلې ده چي دغه ډول په خپل سرپرېکړي هيڅکله مثبته پايله نه لري آن داچي زموږپه هيوادکي خولا امريکااوملګرويي دتېروکلونوپه دوران کي دمخکنيوپوځونوپه شتون کي هم دافغانانودهيلواودخپلوژمنوبرابرڅه نه دي کړي .
دکندهاردسرحدونواوقبايلوچارورئيس عبدالباقي (رغبت) هم دغه خبره کوي اووايي :
خوپه ولسي جرګه کي دکندهاردخلګواستازې ملالۍاسحاقزۍبياپه اوسمهال کي دنوروځواکونو رالېږل اړين بولي اوزياتوي چي بايدددې ترڅنګ زموږملي اردواوملي پوليس هم مجهزاولاښه وروزل سي .
ښاغلى (رغبت )زياتوي چي که دغه عسکرپه سرحدي پولوکي په دنده وګمارل سي اوپرسرحدي سيمودشکمنوکسانوپه تګ راتګ بنديزولګوي نوګټه لري خوکه په کليواوښارونوکي ځاى پرځاى سي هيڅ ګټه به ونه لري
دکندهاردښوونکودروزني دعالي مؤسيسې دادبياتوپخوانى استاداودسياسي چاروکارپوه استادفضل محمدپنهان هم ورته نظرلري اووړانديزکوي چي دپوځيانودرالېږلوپرځاى بايدپه جنګ کي ټولي ښکېلي غاړي دبهرنيانوپه منځګړيتوب خبرواتروته کښېني
دکندهارعام ښاريان هم دنوروامريکايي سرتېرودرالېږلوپرځاى په هيوادکي ،دکاردزمني دچمتوکولو،بيارغوني ،ملي پوليسواوملي اردوپرپياوړي باندي ټينګارکوي اودغه دامنيت ترټولوغوره اولنډه لاربولي
ديادوني وړده چي دامهال په ټول افغانستان کي يواويازره امريکايي عسکردناټودغړوهيوادونودڅلوېښت زره نوروعسکروسره په ګډه ددوى په ويناپه افغانستان کي دسولي دټينګښت اودمرکزي حکومت دپياوړتيالپاره هلي ځلي کوي چي ددغودېرشوزره نورامريکايي عسکروپه رارسيدوسره به دبهرنيوځواکونوشمېره يوسلويوڅلوېښت زروته ورسيږي .
.