کور / تازه خبرونه / میرمن سارا چیس د جنرال مک کریسټل مشاوره سوه

میرمن سارا چیس د جنرال مک کریسټل مشاوره سوه

د امریکا فاکس نیوز ته یوې منبع ویلي چی امریکایی تبعه میرمن سارا چیس په افغانستان کی د امریکایی پوځ د لوی قوماندان جنرال مک کریسټل په دفتر کی مقرره سوې ده . سارا چیس پنځه کاله په کندهار کی اوسېدلې او پښتو ژبه یې ډیره ښه زده ده او هم یې یو کتاب لیکلی چی عنوای یې « د ښېګڼي سزا » دی . هغې د بیا رغاوني په کارونو کی دنده لرله . سارا چیس په کندهار کی د قومونو او قوماندانانو سره نږدې تماس درلود او ویل کیږی چی په ځینو قومی مخالفتونو او لمسونونو کی یې هم پټ او ښکاره لاس درلود . مبصرین د میرمن چیس ټاکني ته د شک په سترګه ګوری او ښایی دا یو ځل بیا بین القومی حساسیتونه تحریک او ډیر کړی .