سنګين : ايساف وسلوالو ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

د لراوبر اداره | دسمبر 5th, 2009


نړيوالوسوله ساتوځواكونودهلمنددسنگين اوموسى كلاولسوالى ترمنځ د ريگي په سيمه كې د دريو وسلوالو طالبانو د وژلواوڅلوردنيولوخبروركړ.

په هغه خبرپاڼه كې چې دشنبې په ورځ په هلمندكې دايساف ځواكونوله لوري خپره شوې راغلي چې ځانگړي عمليات دشنبې په شپه دايساف اوافغان ځواكونولخواديوطالب قوماندان چې په ماين جوړولوكې يې لاس درلودترسره شول چې په دې ترڅ كې نښته هم رامنځ ته اوپه پايله كې يې درى تنه وسلوال طالبان ووژل شول اوڅلورنورنيول شوي دي.

خووسلوال طالبان دايساف ځواكونوداادعاردوي اووايي چې په ياده سيمه كې يې دماين په چاودنه كې پنځه بهرني سرتيري وژلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024