استونيا په هلمند كې په بنسټيزو پروژو كار كوي

د لراوبر اداره | دسمبر 5th, 2009


په افغانستان كې داستونياهيوادسفيرتيونل سيف دشنبې په ورځ هلمندته ديوه لنډسفرپه ترڅ كې دهلمندله والي محمدگلاب منگل سره دليدنې پرمهال وويل چې هيواديې ژمن دى چې په هلمندكې دامنيت ټينگولو،داداري فسادپه مخنيوي اونوروبنسټيزوپروژوپه برخه كې خپلومرستوته دوام وركړي.

نوموړي داهم وويل چې هيواديې پلان لري چې مسلكي كسان به دافغانستان سهيل لويديځ ولايت هلمندته استوي ترڅودافغان پوځ په روزلوكې كاروكړي.

په دې ليدنه كې دهلمندوالي داستونياله سفيرڅخه غوښتنه وكړه چې په هلمندكې دنسايي اوولادي ناروغيولپاره دزيږنتون اوپه نيشي توكودروږدوكسانوددرملنې په برخه كې مرستې ترسره كړي.

ديادونې وړده چې استونياپه افغانستان بياپه ځانگړي ډول په هلمندكې شاوخوا۱۶۰سرتيري لري چې په نادعلي ولسوالى كې په دنده بوخت دي.

Copyright Larawbar 2007-2024