کور / راپور / روسيه : د کلوب په اورلګېدنې کي ١١٢ تنه مړه او ١٣٤ تنه نور ټپيان

روسيه : د کلوب په اورلګېدنې کي ١١٢ تنه مړه او ١٣٤ تنه نور ټپيان

د روسيې د پرم ښار په يو کلوب کې د اورلګېدنې له امله ١١٢ تنه مړه او ١٣٤ تنه نور ټپيان دي.

دا پېښه د شپې يوې بجې شاوخوا کې د پرم ښار په يو کلوب کې چې (خرومايا لوشېد) نومېږي په داسې حال کې راپېښه شوه چې په کلوب کې د هغه د جوړېدو د اوومې کليزې لمانځنه روانه وه او د ٢٥٠ تنو شاوخوا کې مېلمانه او خلګ راټول شوي وو. د دې پېښې له امله ١١٢ تنه مړه او ١٣٤ تنه نور ټپيان دي، چې د روسيې د عامې روغتيا وزارت د وياند په وينا سره، د ٨٧ تنو روغتيايي حالت ګواښمن دی.
د روسيې د کورنيو چارو وزير ـ رشيد نورګلييف ويلي، چې د دې پېښې لامل، ترهګرۍ بريد نه و. په کلوب کې اورلوبې تر سره کېدې او دا پېښه هم د اورلوبو پر مهال راپېښه شوه.
دا د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې دوهمه لويه پېښه ده. تېره اوونۍ د مسکو ـ پترزبورګ پر لاره، پر يو چټک اورګاډي باندې ترهګرۍ بريد تر سره شو چې په ترڅ کې يې د ١٠٠ تنو شاوخوا کې خلګ ووژل شول، خو د روسيې د کورنيو چارو وزير د دغې پېښې په هکله هم ويلي و چې ترهګرۍ بريد نه و او بيا وروسته د څېړنو په ترڅ کې څرګنده شوه چې د اورګاډي وروستي واګونونه د يوې ترهګرۍ چاودنې له امله نسکور شوي وو.
د پرم ښار د ډاکترانو په وينا، په روغتونونو کې د وينې د نشتوالي سره مخ دي او د اوسيدونکو نه يې غوښتنه کړې ده چې په خپله خوښه، دوی سره د وينې ورکولو له لارې مرسته وکړي.
پرم د اروپايي روسيې په ختيځ کې د اورال په خوا پروت ښار دی. دا ښار د مسکو او پترزبورګ نه وروسته، په مساحت کې درېيم لوی ښار دی.
د روسيې د خبري آژانسونو په وينا، د کلوب خاوند د تښتېدو په حال کې نيول شوی دی او اوس د پېښې په هکله څېړنې روانې دي. راتلونکي درې ورځې په پرم ښار کې ماتم اعلان شوی دی او د روسيې د جمهور رييس ـ مدويديف د يو فرمان په ترڅ کې د دسمبر ٧ نېټه په ټوله روسيه کې ټوليز ماتم اعلان شوه.