کور / تازه خبرونه / هلمند: په نوزاد ولسوالی کی پوځی عملیات روان دی .

هلمند: په نوزاد ولسوالی کی پوځی عملیات روان دی .

د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالی کی پوځی عملیات روان دی .
۰۰۰۰۰۰
د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالی کی افغان، بریتانیه وی او امریکایی سمندری ځواکونو په ګډه پوځی عملیات د پیجشنبه د ورځی په ماښام پیل او اوس هم عملیات په نوموړی ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کی روان دی او د عملیاتو په لړ کی یو شمیر سیمی د وسله والو مخالفینو څخه نیول شوی دی .

د آیساف ځواکونو په خبر پانه کی ویلی شوی دی د نوزاد ولسوالۍ په پیل شویوو عملیاتو کی تر زرو۱۰۰۰زیات بهرنی او کورنی پوځیانو ګډون کړی او تر اوسه په عملیاتو کی ښکیلو ځواکونو ته د مرګ ژوبلی خبر ندی ور کړل شوی .
د هلمند ولایت د والی ویاند داود احمدی د نوزاد ولسوالۍ د عملیاتو په اړه وویل: د عملیاتو په لړ کی څلور وسله وال مخالفین وژل شوی او یو بل ټپی ، نیول شوی دی، او همداسی یوه زیاته اندازه چاودیدونکی توکی ، وسلی او مهمات هم تر لاسه شوی دی .
د بلی خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال شیر محمد ځاځی وویل : ملی اردو او آیساف ځواکونو د جمعه په ورځ د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ په مربوطاتو کی د عملیاتو په لړ کی څلور وسله وال وژلی او یوه اندازه وسلی ،چاودیدونکی توکی او مخدره توکی تر لاسه شوی او ټول مخدره توکی د عملیاتو په سیمه کی لمنځه وړل شوی دی .

د یوه بل خبر په اساس وسله والو مخالفینو د زابل ولایت د سوری ولسوالی یوتن قومی مشر د پنجشنبه په ورځ بیولی وو او د جمعی په ورځ یی جسد د نوموړی ولایت د شینکی ولسوالی په مربوطاتو کی موندل شوی دی .

په زابل ولایت کی امنیتی چارواکی او همداسی د کورنیو چارو مطبوعاتی اعلامیه کی ویلی شوی وسله والومخالفینو د سوری ولسوالی قومی مشر حاجی محمد عمرچی د سیمیزی شورای غړی هم وه وژلی، چی په اعلامیه کی د قومی مشر وژل په کلکه غندل شوی دی .