کور / تازه خبرونه / د امريكا د لومړې ولسمشر 1ليك په 3 مليون ډالرو وپلورا شو

د امريكا د لومړې ولسمشر 1ليك په 3 مليون ډالرو وپلورا شو

د امريكا د متحدو ايالاتو د لومړې ولسمشر جورج واشنټن د لاس يو ليك په 3 دري مليونه ډالر وپلورل شو.
جورج واشنټن دغه ليك په (1787) م كال خپل وراره پشروډ واشنټن ته ليكلي وو , ليك كي جورج د خپل وراره نه غوښتي چي د هيواد نوي جوړشوي اساسي قانون (دستور ) ومنې.
دغه ليك تر ټولو په لوړه بيه پلورل شوي , له دينه مخكي هم د جورج واشنټن ليكونه پلورل شوي وو چي يو يي په 2002 م كال په (834,500) ډالر پلورل شوي وو .
ياد شوي ليك 4 پاڼي لري او د امريكا د متحدو ايالاتو د خپلواكي په لومړيو وختونو كي ليكل شوي دى , په ليك كي جورج واشنټن خپل وراره ته ليكلي چي د امريكا د نوېو خپلواك شويو ايالاتون د يوالي لپاره دغه اساسي قانو جوړ شوي او د دغه قانون له مخي به واك تل د ولس يا ملت سره وي .
ليك د امريكا يوي خپرندوې ټولني ويلي چي د غه ليك پوره 100 كاله د پشروډ واشنټن د خپلوانو په ولكه كي وو .