کور / سياسي / د سولي تبلیغ په وچ زور

د سولي تبلیغ په وچ زور

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۱۲/۶
ژباړن : ډاکتر نثار احمد صمد


د امریکایی پوځ « شدید ډېرښت » به افغان شخړه صرف پراخه ، تونده او اوږده کړي . 
 
نیویارک ـ تېره شنبه په « ویسټ پاینټ » کی د ولسمشر بارک اوباما تاریخی وینا کومه حیراني نلرله . اوباما د ټوپکونو ( یعنی افغانستان ) او کوچو ( یعنی خپل ملی روغتیایی پلان ) تر منځ د یوه له انتخاب سره مخامخ و . خو د نوبل د جایزې دغه ګټونکې ټوپکونه انتخاب کړل .


لکه چی تمه یې کېده ، اوباما به ۳۰۰۰۰ نور پوځیان افغان جبه زار ته ورپوری وهی او خپل نور وسلوال مګر زړه نازړه متحد ین به یې هم نور پوځیان پسی ورلیږی . مبهمه لا دا چی اوباما دا ژمنه هم وکړه چی هلته د امریکا د څه باندی یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) پوځیانو یوه برخه به په ۲۰۱۱ کی بیرته ورڅخه راباسی . ولسمشر ټینګار وکړ چی د ده هدف دا دی چی القاعده دړي وړي کړی . خو القاعده په افغانستان کی خورا لږ شتون لری . صرف یو څو کسه یې هم په پاکستان کی پاته دي . مګر د ده اصلی هدف ښایی پاکستان وی .


د اوباما پلان په عراق کی د بوش د حکومت د « پوځی ډېرښت » تصویر دی چی هغه مهال کاندید اوباما سخت انتقاد پر کاوه . شورویانو هم د افغانستان د نیوني پر مهال د پوځی ډېرښت کټ مټ تاکتیکونه عملی کول .


خو په ویرجنه توګه ، « د جنګ ضد ولسمشر » د افغان جګړې د ختمولو یو بل چانس هم دا دﺉ ضایع کړ چی هغه د خبرو اترو له لاری تر لاسه کېدای سو .

هر هغه څوک چی د افغانستان په ژورو مغلق تیاوو پوهیږی ، دا هم ښه ورمعلومه ده چی د اوباما پوځی ډېرښت به دغه اته کلنه جګړه و نه ګټي . د افغانستان اکثریت ټبر یعنی پښتانه به د لویدیځ پر ضد خپل مقاومت ته دوام ورکړی .

دغه اضافي امریکایی پوځیان به د لویو ښارونو او هغو لویو لارو د ساتني لپاره وګومارل سی چی دغه ښارونه سره تړی ، او دا یو ځل بیا په ۱۹۸۰ کلونو کی د شوروی ستراتیژی منعکسوی . د امریکا دغه سمندری تکړه پوځیان به سرکښه کندهار نور هم وځپی کټ مټ لکه د عراق فلوجه ښار چی یې لوټی لوټی کړ . هو ، دا به یوازی د ماتېدو لپاره تمرینات وی او بس .

امریکایان اوس د دې جنګ پر خلاف راپورته سوي دي . کانګریس زیاتېدونکو لګښتونو په قهر کړی دی . هغه دا چی په ۲۰۰۹ یعنی د ۱٫۴ ټریلیونو ډالرو د  کسر په کال کی باید نور ۳۰۰ بلیونه ډالره هم دغه جنګ ته ور انتقال کړی . دا جنګ صرف د پور په روپیو سره مخته ځی . دیموکراتان په حقه سره غواړی چی د هېواد د ملی پورونو د دې سترو جنګی مصارفو د پټولو پر ځای پر ټولو امریکایانو باندی د جنګ یوه ځانګړې مالیه ( ټکس ) وضع کړی . کاناډا هم باید همداسی وکړی .

په افغانستان کی د هر امریکایی پوځي لپاره د کاله یو ملیون ډالره مصرفیږی . د پاکستان د کرایه کولو د مرستی لپاره به هم د کاله ۳ بلیونه ډالره مصرفیږی . په زرګونو امریکایی پوځیان به هلته په عراق کی هم همداسی پاته وی . اوباما دا تکل هم لری چی په افریقا او آسیا کی به د القاعده پر ضد جنګیږی . نو ځکه دا د حیرانۍ وړ خبره نه ده چی ډیر خپه دیموکراتان اوس اوباما « د جورج بوش درېیمه دوره » بولی .

د اوباما د دې « پوځی ډېرښت » تر ټولو مثبت تعبیر دا دی چی هغه په دې ډول غواړی د دغه افغان جبه زار ( خوسا ډنډ ) څخه د امریکا د ځان ایستلو لپاره د اوړو پزه جوړه کړی ( یعنی هغه په دې ډول خپله ناکامی پټوی ) . یو پینه او پترﺉ افغان پوځ به سرښته کوی ( شورویانو هم همداسی کړي وو ) ، د کرزي حکومت به څه نا څه پرېولي او باالاخره په ۲۰۱۱ کی به بریالیتوب پسی اعلانوی .

دا کارونه به په امیدوارۍ سره ، د راتلونکی نیمایی مودې او ولسمشریزو انتخاباتو څخه مخکی ، که هر څه سم هم تر سره سی ، د امریکایی پوځیانو پر تللو ختمیږی .

خو کارونه په پاکستان یعنی هغه ځای کی وران دي چی د هغو د لاس نیوي ، او هلته د اډو او اکمالاتی لارو څخه پرته امریکا نسی کولای په افغانستان کی خپل جنګ ته پایښت ورکړی . د امریکا د ملاتړې آصف علی زرداری پاکستانیً حکومت د فساد په تورونو کی ډوب دی ، د یو ګوډاګي رژیم په توګه ترټل کیږی او ښایی ژر د پاکستاني پوځ لخوا راوپرځول سی .

اکثریت پاکستانیان د طالبانو ملاتړ کوی ، او د امریکا لخوا د افغانستان نیونه د تیلو لپاره حرص او شهوت بولی اوځکه نو په زیاتېدونکي ډول دا بېره لری چی امریکا غواړی د دوی بې ثباته هېواد تجزیه کړی تر څو په دې ډول د هېواد پر اټومی وسلو قبضه ولګوی .

د اوباما سلاکارانو هغه په دې معتقد کړﺉ چی د افغانستان څخه به د امریکا له وخته مخکی راوتل په پاکستان کی ګډوډي او څپاند پېښ کړی . خو هغوی په دې نه پوهیږی چی دا خو همدا د امریکا په مشرۍ افغان جنګ دﺉ چی پاکستان بې ثباته کوي او حتی د لویدیځ پر ضد نوره بنسټ پالنه هم پسی زیاتوی .

اوباما باید هله ډیر اندېښمن سوﺉ وای چی اسامه بن لادن دا ځګر وټکاوه چی امریکا به په پاکستان یعنی هغه هېواد کی په خپل وروستي جنګ کی راګیروی چی ۱۷۵ ملیونه وګړي لری تر څو په دې ډول پر اسلامی نړۍ باندی امریکایی تسلط دړی وړی کړی .

نو هرڅومره ډېره موده چی امریکایی ځواکونه په افغانستان کی جنګ مخته بیایی ، په هغه اندازه به دا شخړه پاکستان یعنی هغه هېواد ته هم پسی خپریږی چی ۱۵٪ وګړي یې پښتانه او ۲۵٪ پوځ یې هم د پښتنو څخه جوړ دی چی هغوی په افغانستان کی د خپلو محاصره پښتني طالبانو سره خواخوږي لری . 

شومه نظریه لا دا ده چی اوباما د پوځی ـ صنعتی کمپنیو ، وال سټریټ او واشنګټن د متعصبو نوو محافظه کارانو یعنی هغو کسانو لخوا اسیر سوﺉ دﺉ چی د اسلامی نړۍ پر ضد یو تلپاته او همېشنیً جنګ غواړي . نو ځکه به د اوباما دغه « پوځی ډېرښت » افغان جګړه نوره هم پراخه ، شدیده او اوږده کړی .

خو باالاخره به د خبرو اترو له لاری چی طالبان به هم پکښی شامل وی ، یوه سوله منځته راځی . لاکن پوښتنه دا ده چی د هغې تر رارسېدو مخکی نور څومره امریکایان ، متحدین او افغانان باید ووژل سی ؟ پای