کور / تازه خبرونه / جونز : بن لادن اوس هم کله کله افغانستان ته اوړي

جونز : بن لادن اوس هم کله کله افغانستان ته اوړي

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د بارک اوباما امنیتی سلاکار متقاعد جنرال جېمس جونز نن وویل چی بن لادن په شمالی وزیرستان کی اوسیږی او کله کله افغانستان ته هم را اوړي . جونز دا سیمه ډیره سخته او صعب العبور وبلله او زیاته یې کړه چی بن لادن کله د پولی پر افغانی طرف او کله هم پر پاکستانی طرف باندی اوسیږی . خو همدا نن د پنتاګون وزیر رابرټ ګېټس د ده برعکس ویلی وو چی د بن لادن اوسېدنځای معلوم نه دی او په افغانستان کی یې د هغه شتون رد کړ . سناتور مک کېن هم نن وویل چی بن لادن زموږ تر مسلسل تعقیب لاندی دی نو ځکه د ده په وینا هغه د تروریسټانو روزنه او د هغوی وسلوال کول نسی کولای . مګر ناظرین په دې عقیده دي چی د امریکایی چارواکو دغه ضد او نقیض اظهارات په دغسی حساس وخت کی دا اشاره رسوی چی باید په شمالی وزیرستان کی هم پوځی عملیات پیل سی چی د ډیری مودې راهیسی هلته پاکستانی پوځ شتون نلری .