کور / تازه خبرونه / یوه افغان ځوان د موټرو د ماشین په انجنیرۍ کې مهمه جایزه ګټلې

یوه افغان ځوان د موټرو د ماشین په انجنیرۍ کې مهمه جایزه ګټلې

افغان ځوان محسن بشرمل دموټرو دماشین په انجینری کې په خپلو نويو نظریو
اوڅیړنو دبرتانیې دپوهنتونونو د محصلینو لومړی جایزه وګټله.
دا افغان ځوان چې دنوي نسل په نوم د ( کورلانډ دموټرود ډیزاین دفابریکې )جایزه یې ګټلې ده
دبرتانیې د (کوانټري) په پوهنتون کې دوسایتو دډیزاین دڅانګي محصل دی.
محسن بشر مل چې له اره د کندهار دی د ارغنداب ولسوالۍ د خسرو په کلي کې زېږېدلی.
دی په خټه هوتک دحاجي ګل محمد خان زوی او د حاجي غلام محمد لمسی دی.
له ۲۰۰۲ کال راهیسې دبرتانیې د لندن په ښار کې او سیږي.
دموټرو دډیزاین دفابریکې یوه مسؤل (سټیف کروفلي) دجایزې دور کولو په مراسیمو کې وویل ، محسن بشرمل غنیمت ځوان دی ځکه دموټرو دټایرونو په ډیزاین اوپه راتلونکو کي د سړکونو دجوړولوپه برخه کې دده څېړنې اونظر یې هم عملي اودچاپېریال ساتني په برخه کې اغیزمني اوهم اقتصادي دې.