په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره پخپلو ګڼو كې هغو فشارونو ته كتنه كړې،چې په افغانستان كې د نوي حكومت او يا كابينې د جوړلو لپاره پر افغان ولسمشر موجود دي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې له افغان حكومت نه د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته په اشارې،چې تر ډيره د اداري فساد پر ضد له مبارزې سره تړاو لري، ليكلي، چې دوى اوس يو ځلې بيا پخوانۍ ترانې وايي او د اداري فساد پر ضد د مبارزې علمبرداران شويدي.
ورځپاڼې د برتانيى د صدراعظم او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وروستيو څرګندونو ځينې برخې هم خپرې كړي او ليكلي،چې په افغان حكومت كې بايد جګړه ماران نه وي او فساد بايد له منځه يوړلې شي.
په ورځپاڼه كې د افغان دولت ځواب هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې د فساد په وړاندې به جدي مبارزه كيږي او د هغې عاملين به محاكمه كيږي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې هغو فشارونه څيړلې،چې د ورځپاڼې په وينا د نوى كابينې د جوړولو لپاره موجود دي او ليكلي،چې د كابينې جوړول د ولسمشر واك دې نه د بل چا.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي،چې د حكومت د جوړولو په برخه كې سلا مشورې وركول ښه خبره ده خو، چې د فشار بڼه غوره نكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هغو تياريو يادونه هم كړې،چې د ولسمشر كرزي د لوړې د مراسمو لپاره نيول كيږي او ليكلي،چې دا مراسم به پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.
په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د امنيتي غونډې خبر هم خپور شوې،چې د ورځپاڼې په وينا پكې د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د امنيت په اړه لازمې سپارښتنې شويدي.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا افغانستان ته د نورو سرتيرو د استولو مسئله راخستې او پدې ترڅ كې د امريكا د پخواني ولسمشر د مرستيال په حواله ليكلي، چې اوباما د اضافي سرتيرو د استولو په برخه كې ناغيړي كوي.
ورځپاڼې په دوام كې دده په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د بري لپاره د لا زياتو پوځي اقداماتو پرته بله لار نده موجود.
په ورځپاڼه كې له ولسمشر كرزي نه د خلكو غوښتنو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ولسمشر بايد د شتو ستونزو د حل او د خلكو د غوښتنو د پوره كولو لپاره بايد بنسټيز بدلونونه راولي.
ورځپاڼې د راروان ژمي د ستونزو او د دولت لخوا د كيدونكو اقداماتو په اړه هم ځينې مطالب خپاره كړيدي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د كا ايده په وروستيو څرګندونو تبصره كړې، چې پكې په افغانستان كې د فساد پر ضد د مبارزې د چټكولو غوښتونه كړې او ليكلي،چې د فساد پړه يوازې په افغان دولت اچول ناسم كار دې.
خو اصلاح بيا د انفلوانزا د مخنيوي لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي،چې ټول هيوادوال بايد خپل مسؤليت ادا كړي او هيڅ ډول بې پروايي ونكړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان كې د اداري فساد مسئله راخستې او ليكلي،چې دا مسئله د لويديځوالو لپاره هم د منلو وړ نده.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې جګړه مارانو او متقلبينو پخپله كې لاس يو كړې او حكومت جوړوي.
په ورځپاڼه كې د برتانيى د صدر اعظم د څرګندونو دا برخه هم راخستې، چې افغان حكومت د فساد پر ضد د مبارزې په اړه خيالي خبرې كوي.
ورځپاڼې د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې دا بهير په هلمند كې هيله بښونكې بريښي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواكونو فعاليتونه څيړلې او د روسيى د سفير په حواله يى ليكلي،چې له اوسنيو سياستونو سره په افغانستان كې د ناټو د بريا امكان كم دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ادارې د اصلاح لپاره نړيوالو غوښتونو ته په اشارې ليكلي،چې د نړۍ هيوادونه بايد په افغانستان كې لاس وهنې بند كړي.
په ورځپاڼه كې له افغانستان نه د ملګرو ملتونو د يو شمير كاركوونكو د ويستلو په اړه د بهرنيو چارو د وزارت په حواله ليكلي، چې دا يو لنډ مهاله اقدام دې.