" /> " /> " /> " /> محسن بشرمل دبرتانيې دپوهنتونونو لومړۍ جايزه وګټله – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / محسن بشرمل دبرتانيې دپوهنتونونو لومړۍ جايزه وګټله video

محسن بشرمل دبرتانيې دپوهنتونونو لومړۍ جايزه وګټله video

محسن بشرمل هغه افغان ځوان دی  چې دموټرو دماشین په انجینری کې یې په خپلو نوي نظریواوڅیړنو سره دبرتانیې دپوهنتونو نو د محصیلینو لومړی جایزه ګټلې ده،دا  افغان ځوان چې دنوي نصل په نوم د ( کورلانډ دموټرود ډیزاین  دفابریکې )جایزه یې ګټلې ده

دبرتانیې د (کوانټري) په پوهنتون کې دوسایتو دډیزاین دڅانګي محاصل دی ،

محسن بشر مل چې اصلً په کندهار کي زېږېدلی دی  او په قوم (هوتک)او دحاجي ګل محمد خان زویاو حاجي غلام محمد لمسی دی ، پلرنی ټاټوبی یې د ارغنداب ولسوالي  دخسراو کلی دی .

نوموړی د ۲۰۰۲ کال راهستي دبرتانیې د لندن په ښار کې او سیږي.

دموټرو دډیزاین دفابریکې یو مصؤل  (سټیف کروفلي) دجایزې دور کولو په مراسیمو کې وویل ، محسن بشرمل غنیمت ځوان دی ځکه دموټرو دټایرونو په ډیزاین اوپه راتلونکو کي د سړکونو دجوړولوپه برخه کې دده څېړنې اونظر یې هم عملي اودچاپېریال ساتني په برخه کې اغیزمني اوهم اقتصادي دې.

دانوې نظر یه او څیړنه چې ده ته یې دومره ستر ویاړ وربخښی  څه دی او ولي ده په دومره ډیرو کاندیدانو کي داجایزه وګټله ؟

په دې اړه د محسن بشرمل مرکه واوری چې فرشتې جلال زی د آزادي راډیوله خواورسره کړې ده :

تبصره نسته

1. په لروبر ويبپاڼه کي مي د محسن بشرمل د جايزې ګټلو خبر وليد . په لوستلو يې دزړه له کومي خوشاله سوم. له لویه څښتنه غواړم .چي تل سرلوړی او بريالی اوسي.

د محسن بشرمل په شان ځوانانو علمي برياوي او پرمختګونه زموږ ټولو افغانانو د وياړ او غرور سبب دئ .

د ډېري خوښۍ ځای دئ، چي نن سبا زموږ ويښ او دردېدلي ځوانان او پيغلي، هر ځای په خپلو علمي کوښښونو او نوښتونو سره، دافغانانو هغه تاريخي وياړونه له سره را ژوندي کوي، چي په افغانستان کي د جنايتکارو، فاسدو او بې کفايته واکمنانو د شرمونکو عملونو له کبله له خاورو سره خاوري سوي دي؛ زموږګران هيواد – افغانستان د بشري ضد جنايتونو، فساد او مخدره موادو له بې ساري پرمختګ پرته، د ټولنيز ژوندانه په هره برخه کي دنړۍ تر هر وروسته پاته هيواد هم شاته لوېدلئ دئ .

افغاني ځوانان او پيغلي، هر ځای چي وي، بايد د محسن بشرمل په څېر مخکښو هيوادوالو له اکاډيميکو پرمختګونو څخه الهام واخلي؛ خپل ځان، کورنۍ او هيواد ته لوړ نوم وګټي .

په پای کي د لروبر ويبپاڼي او نورو افغاني ويبپاڼو او خپرونکو مؤسسو څخه مننه کوم، چي د خپل هيواد د استعدادونو په غوړېدو او هڅونه کي بشپړه برخه اخلي .

2. ښاغلی هارون جانه ژوندی اوسی، زه هم د لوی خدای څخه ستا غوندی غوښتنه لرم الله دی زموږ او ستاسی ملت او قوم د ورپيښ مصیبتونو او جنجالونو څخه وژغوري !

3. zuwandi de we da afghanistan zwanan and zindabad afghanistan

4. Salam, That is really good news for all afghan people and i request from any one Afghan to learn……………………….and learn is only way of development.

5. دمحسن بشر مل په هکله یو څو خبري غواړم چې د خپلو هیوادوالو سره شریکې کړم، داچې په اصل کې محسن بشر مل زماکشر ورور دی او زما سره په یوه کورکې لوی سوی دی نو ځکه زه محسن بشر مل ډیر له نژدې څخه پېژنم.
محسن له کوچنيوالي څخه یو بااستعداده او ځیرک هلک وو، ددرس اوتعلیم سره یې ډېره مینه درلودل، پر هر ځای کې چې به یو څوک په یو کار اخته وه محسن به دهغه په کار کې ځان ورسره اخته کړی وو، هغه که د موټر مستیري وو،یا که بایسکل ساز وو،او یا نجار وو، او یا داسي نوررررر……..
د لسو کالو په عمر کې مي پیاد دی چې مابه د محسن په جېب کې وکتل نو هر رقمه شیان به ده ساتلي وه، له قلم څخه نیولې بیا تر اوسپنه او کوچني لرګیانو پوري. یعني رنګارنګ شیان به یې ساتلي وه اوله دغو شیانو څخه به یې یو شی جوړ کی.
هغه وخت مې هیڅ نه هیریږي چې محسن به په پټه لو نورو څخه د انګلیسي کورس شیروع کړی وو او انګلیسي یې زده کوله .
محسن دشعر اوشاعری سره هم شوق لري او په رسامي کې هم ډېر ښه دی، یو ۴ کاله مخکې یې د احمدشاه بابا یو ډېر ښه عکس رسم کړی وو چې اوس هم زموږ په کور کې ځړیږي.
زه په رشتیا سره په محسن بشر مل ډېر ویاړ یم،په دې خاتر نه چې دی زماورور دی، بلکه په دې خاتر چې دی یو افغان دی او یو پښتون دی،
خدای دې هر وخت کامیابه لره محسن خانه، سره تر هر افغانه او
خدای دې د لراوبر دوبپاڼي مسؤل عبدالله جان ته هم خیر ورکړې
په درنښت
سیداحمد هوتکي
دخپل هیواد وبپاڼي مسؤل

6. سلامونه ورونو
لومړی بشر مل او بيا ټولو افغانانو ته مبارکي وايم،خو له لر او بر ويب پاڼې دا ګيله لرم چې ولې کندهاریزم ته دومره هوا ورکوي؟
دا ډول خلک له سيمې او کوم خاص قام پورې اړه نه لري بلکې د ټول هيواد وياړ دی

7. we are proud of you dear mohsen. go ahead.
regards

8. slamona deer zyad khashal sowlo pa dagha zwan allah de nor dase zwanan am pa afghnistan pada ke amin

9. viagra online `‰¤Ћ¤v}”§,viagra (3TpЃЎ˜…, cheap viagra 9R8y›Ќ“~,buy viagra online ЈH©}‰DЉfњO,buy viagra cheap Nw-O3Ђ<L,viagra online PE‘v:dQ“]\,viagra 100mg bЃ©ЈҐb50z,viagra 0XnBCFџI,buy viagra †XЎJc)>Џ=,buy viagra cheap 7P•¦`DV|Z,viagra online R7=Ed l’,

10. generic viagra j’.=ucђ`Ѓc,buy viagra cheap ќќ‰.‘“„9Џ§, generic viagra k_?{Љr©@,viagra online њ‰“`\‡d),generic viagra }1Ў¤Y?PM€d,buy viagra F.ly˜FЎЏ|,buy viagra online S(CV†OЊax,cheap viagra -@—o”vL™n,viagra 100mg z”YGY<…{ў„,buy viagra cheap i:dќ™ЁBЊx,cheap viagra a7n’Z-A„,