کور / تازه خبرونه / پاکستان: جنوبي وزيرستان ونيول سو

پاکستان: جنوبي وزيرستان ونيول سو

د پاکستان حکومت وايي تر يوې مياشتي سختو عملياتو وروسته يې د جنوبي وزيرستان ټولي سيمي له
طالبانو څخه صفا کړي دي.
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پرون په کراچي په دې اړه خبريالانو ته وويل چي د جنو بي وزيرستان عمليات بريالي وو، له طالبانو څخه يې د هغو ټول مرکزونه نيولي دي، او پوځ اوس پر اورکزى ايجنسي باندي د عملياتو تابيا نيسي.
خو بلي خواته د قبايلي طالبانو مشر حکيم الله مسود په يوه مرکه کي ويلي، طالبان له وزيرستان څخه وتلي نه دي، د واورو اورېدو او يخ ته منتظر دي، چي په راتګ سره به يې پر پاکستاني پوځيانو شديد ګوزارونه پيل کړي.