مرستيال ښاروال د مکې څخه نظارت خانې ته ولاړئ

34 | دسمبر 13th, 2009


د افغانستان د لويي څارنوالى مرستيال فضل احمد فقيريار وايي د کابل ښاروالي مرستيال يې پرون د کابل په نړيوال هوايي کي نيولئ او په نظارت خانه کي اچولى دئ.
مرستيال ښاروال وهاب الدين سادات چي د حج څخه تر راستنېدو وروسته په هوايي ډګر کي ونيول سو، د ١٦٠٠٠٠ امريکايي ډالرو د اختلاص تور پر لګېدلئ دئ.
تر دې دمخه د کابل ښاروال عبدالاحد صاحبي هم د څارنوالۍ له خوا د خيانت او اختلاص په تور په نظارت خانه کي اچول سوئ وو، خو تر يونيم ساعت وروسته بيرته آزاد سو او اوس يې خپلي دندي ته دوام ورکړئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024