کور / تازه خبرونه / وکيلان د وزيرانو پر دوهم تابعيت اختلاف سره لري

وکيلان د وزيرانو پر دوهم تابعيت اختلاف سره لري

د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کي په راتلونکې کابينه کي د وزيرانو د دوه ګوني تابعيت پر سر تاوده بحثونه سوي، چي ځيني وکيلان د دوه تابعيت لرونکو وزيرانو سره مخالف دي او له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه کوي چي دغسي کسان ورته معرفي نکړي.
د ولسي جرګې غړو په پرونۍ غونډه کي پر دې بحث وکړ، چي کرزى دي د لويه سره هغه کسان نه ورته معرفي کوي چي پر افغانستان سربېره دبل هيواد تابعيت لري. او دغه ډله وکيلان په افغانستان کي د فساد اصلي علت هم د وزيرانو دوه ګونى تابعيت په ګوته کوي، چي وايي هغوى تر افغانستان خپل دوهم هيواد ته ډېر وفادار وي.
خو په جرګه کي دوهمه ډله بيا د کوم کس وړتيا ته ګوري او وايي دوه ګونى تابعيت کومه ستونزه نه ده، هغه وزير ته به رايه ورکړي چي مسلکي وړتيا ولري.
د افغانستان د اساسي قانون له مخي رئيس جمهور مکلف دئ چي يو تابعيت به لري، خو د دوه تابعيت لرونکو وزيرانو په هکله يې د قبول او نه قبول واک ولسي جرګې ته ورکړئ دئ.
تمه ده چي ولسمشر کرزى به سبا د دوشنبې په ورځ د کابينې ليست ولسي جرګې ته د تائېد دپاره ولېږي.