کور / شعر / غزل

غزل

ياره ځان ســــــــــــــــــــره خبرې کړمه جوړې
خو چې تاته مخامخ شـــــــــمه ګونګی شم

کله کله دې غـــــــــــــــــم دومره زورور شي
خپل حواس لۀ لاسه ورکړم لېونی شــــــــم

ما او تا سره يو ځای يو سره خــــــــــــپل يو
چې رقيب پۀ منځ کې راشي نو پردی شم

چې تا نۀ وينمـــــــــــــــه ټول خزان خزان يم
چې تا ووينم تازه شم پســـــــــــــــــرلی شم

ستا نازونو اداګانو نه قربان شـــــــــــــــــم
ستا د مينې لۀ نظر نه ســــــــــــــپېلنی شم

پۀ ترخۀ نظر اشـــــــــــــنا (فاطمي) وژنې
پۀ خواږۀ نظر دې بيرته را ژوندی شـــــــم