غزل

36 | دسمبر 8th, 2009


سپينـــــــو کنـارو کـې ده هنــــداره رازوړنــــده
غونـډه منـډه سپينــــه مزيــــداره رازوړنـــــــده

چي خلک غاښ په ګوته دي حيران ورتـه ولاړ
وخــــت سـره ولاړه وي دلــــــــــــداره رازوړنــده

مات يې کړو غـرور د داسې ډيرو ښائيستونو
داپه ښـکلا ګانو ده واکـــداره رازوړنـــــــــــــده

زړه می تسل نکړي او د غم څپو کې ډوب شم
په مينـه وي روانـه حســن داره رازوړنــــــــــــده

يو څـو بيتـونه ليکـه چـې ( وزير) بينـوا نشي
غـــــزل دی په غـــزلو غزلــداره رازوړنــــــــــده

«

Copyright Larawbar 2007-2024