کور / شعر / غزل

غزل

مينه دميني څخه زيږی مينه شور لټوي
دوي په يوه ښکلي مين سي اوبيا نور لټوي

ملګروڅومره بختور يم له ازله څخه
ښکلي کوڅه پرکوڅه ګرځي زموږ کورلټوي

دوي دشبنم په څاڅکولوي کي ګل ګلاب په مينه
زموږله وګړي په باران کي هم سوراورلټوي

خلګ جرګې لري هم مشرلري کشرلري
زموږوګړي بس هرڅه په ظلم زور لټوي

نوروجهان ته نوي نوي تخنيکونه راړل
زموږله تراوسه شنه نسوار لاهم په پورلټوی

چاچي ددې خاوري په هکله خيانت کړی دی
دعمري دقلم څوکي ته پيغورلټوي