کور / تازه خبرونه / مكرستا: د القاعده ځپول د اوسامه په نيولو ياوژلو كي دي

مكرستا: د القاعده ځپول د اوسامه په نيولو ياوژلو كي دي

په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو مشر جنرال ستايلي مكرستال ويلي چ د القاعده تنظيم له منځه نه ځي تر څو ددغه تنظيم مشر اوسامه بن لادن امريكا و نه نسي او يا يي هو ونه وژني .
جنرال مكرستال وايي بن لادن يو سنبول ګرځيدلي او دهغه ژوندي او ازاد پاتي كيدل د القاعده ارادي پياوړې كوي ترڅوپه درسته نړي كي خپلوترهګرو بريدونو ته دوام وركړي.
جنرال مكرستال و وييل د بن لادن په نيولو يا وژلو به سمدستي د القاعده تنظيم له منځه لاړ نشي خو د دغه تنظيم دځپلولپاره يوترټولو اړين ګام دې.
دغه خبري جنرال مكرستال په واشنټن كي د امريكا ګانګرس ته په افغانستان كي د رواني جګړي په اړه د مالوماتو د وركولو په ترڅ كي وكړي.
مكرستال وويل راتلونكي 18 مياشتي به په افغانستان كي ستونزمني او پريكړني وي هغه زياته كړه چي زه فكر نه كوم چي د افغانستان جګړي ته به د ټاكل شوو ځواكونو نه د لا ډيرو ځواكونو اړتيا وي .
جنرال مكرستال ګانګرس ته وويل افغان ولس په خپل حكومت بي باوره شوي او دنا هيليو په لورروان دې او دا كار لويديځو ځواكونو ته ستر ګواښ دي.
هغه وويل د افغانستان جګړه ګټل كلك عزم اراده او درانه تاوانونه ګالل غواړي.
يادوني وړ ده چي تيره وونۍ د امريكا د دفاع وزير رابټ ګيټس ويلي ول چى امريكا ته دامالومه نه ده چي واسامه چير ته دې .