کور / کیسه / مينه د نيټ په څپو کې

مينه د نيټ په څپو کې

ګرانو لوستونکو:-نن سبا ډير اورمه چې دنيټ دلارې دمينې تړونونه کيږي هلکان اوانجوني خپل دتصويرونودتبادلی سره دمينې تړونونه ،کوژدن اوبيا واده کوي چې دا سالم ژونداوښه پايلې نلرې که هلک يا انجلې دقوارې نه ښايسته وي کيداې شي نور نواقيص ولري يابه سګرټی ،پوډري،اويابه يي خوله بوي او يابه بل عيب ولري نن مو رابولمه د سحر د مينې کيسې ته چې د نيټ په څپو کې يې زړه بايللې وو سحر هغه ښايسته افغانه انجلې ده چې قواره يي هندي اداکاره کرشمه کپور ته پاتې کيږي ډيره با نزاکته انجلۍ ده چې تل يې يوه خوږه مسکا په شونډو کې ليدل کيږي سحر سره له دی چې ښه تعليم يي کړی دی خو بيا هم ډيره خوش باوره ده او خپله هم د خپلې ساده ګۍ نه داسې پرده پورته کوي پوره د شپاړسو کالو ومه چې د نيټ له لاری د يو ښايسته ځوان سره اشنا شومه نه پوهيږمه چې زما ايميل ادرس يي څنګه پيدا کړی و تل به يې راته ويل لتا سره مينه لرم تا سره واده کوم بس تا غواړم او تا….پوره څلور کاله زما د تعليم په جريان کې راته مزاحم شو هره ورځ په نيټ کې به ان لاين وو خوډير ښه نصيحتونه به يي کول راته دهغه په ښو لار ښوونو مې وړوکی څادر په لوی بدل شو پتلون مې هم په پراخو جامو هره ورځ به يې تيلفون راته کاوه کله کله به يي راته د خپل نيمګړۍ اقتصاد هم نه شکايت کاوه زه په يو بهرنی ملک کې ومه او اقتصادي کمک مې هم ور سره کاوه په تيلفون کې يې دومره خبرې کولې چې په هر مياشت کې زما د تيلفون بل اسمان ته پورته کېده خو سره له دی چې ما مکتب ويل د شپی تر نا وخته پورې مې کار هم کاوه لنډه دا چې دولسم مې هم مخ پر ختميدو شو زما د مرکو بازار هم ګرم شو هره ورځ به مې مور او پلار سره جګړه وه تل به مې ويل دا نه کوم دا نه کوم زه واده نه کوم لنډه دا چې دولسم نه هم خلاصه شومه په نيټ کې پيدا شوي ملګری مې په ټوله معنی پيژانده چې ډيره زياته پرې ګرانه ومه او دومره مې زړه ور سره تړلی وو چې ټوله شپه به نيټ کې ورته ناسته ومه لنډه داچې يوه ورځ مې ورڅخه هيله وکړه چې زمونږکورته د مرکې لپاره څوک راوليږي ماته يې وويل کوشش وکړه چې فاکولتې ته لاړه شې دا مې هم ومنله هغی به تل ويل چې خپله کوم دفتر کې کار کوي انجينري يي خلاصه کړې ده هره ورځ د هغې د مينې خيال خوب او ارم ته نه پريښودمه لنډه دا چې په ارام اعصابو مې تعليم هم نه شو کولاې د شپې د نيټ تر شاه د ورځې فاکولته او کار ليونۍ کړې ومه کور کې ټولو رانه پوښتنه کوله چې زه کوم مشکل لرمه نو دوۍ به راسره کمک وکړي له ډار او شرم نه به مې هم څه نه شو ويلی د کار ځای کې مې هم خلکو سره ښه برخورد نه کاوه مور سره به مې هم ژبه کوله پلار سره مې بيخي مناسبات وران شوي وو خو سره له دی ټولو مشکلاتو مور مې ډيرکوشش کاوه چې ما سره زما د مشکلاتو په هکله کمک وکړي رنګ مې ژيړ شوی وو صحي حالات مې هم خراب وو هر کله به مې د خپل مين نه هيله کوله چې د مرکې لپاره څوک راوليږي مور به می ويل چې د خپل ژوند په هکله تصميم ونيسم بيا زړه کيږم او بيا دی څوک نه غواړي انجلې چې زړه شوه بيا يې څوک څه کوي. بيا به زما په ماغزو کې کړنګ شو باور وکړئ مرګ ته نژدی شوې ومه رښتيا هم چې ډير بې لاره شوې ومه يو خواته د کورنۍ فشار چې نيټ ته يی نه پريښودمه او بل خوانه دده ټيلفونونه! زه يې خوب ته نه پريښودمه يوه ورځ مې ورته وويل چې نور مې څوک فاکولتې ته هم نه پريږدي او نيټ ته مې هم نه پريږدي او په ټيلفون مې هم ډير مصرف راغلی دی که ته دا مشکلات اسان کړی او زمونږ کورته مرکه راوليږی لنډه دا چې زه يي خپل هيواد ته وغوښتلم کله چې لاړمه خپل د تګ خبر مې ورته ورکړ هلته د رسيدو سره زما د مرکو ګرم بازارشو د لږ ځنډ نه ورسته يې راته خبر راکړ چې په ناڅاپي توګه بل وطن ته د وظيفې د دفتر لخوا چېرته ليږل کيږي ددې خبرو په اوريدو سره مې حالات نور هم خراب شو باور وکړئ چې څلور کال هم يو اوږد وخت دی په ماغزو کې مې يو شور وو نه پوهېدمه چې څه وکړمه د نورو مرکو د پاره مور مې ما نه مشوره غوښته خو ما څنګه کولاې شول چې هاغه هير کړم زما د وجود هر رګ کې د هغی مينه ګرځيدله زما ټول وجود يې محاصره کړی وو يوه ورځ د يو ځوان پام ماته شو او داورته سوال پيداشو چې ولې زه نه غواړمه د کوم ځوان سره واده وکړم لنډه دا چې دی هم خپل کورنۍ راواستوله دا هغه وخت وو چې نور نو مور هم راسره خبرې نه کولې لنډه دا چې مور مې راغله او ما ته يې وويل نن به پرته زما د پوښتنې زما برخليک وټاکي په دی ورځ می ډير وژړل ما وو يل دا نا ممکن دی مور مې وويل يو ځل بيا هم تاته بل چانس شته ته ووايه چې څوک دی خوښ دی ورته ووايه چې مرکه راوليږي مونږ به هو وکړو ما وويل هو يو څوک مې خوښ دی خو هغه د څو ورځو د پاره بل وطن ته لاړ مور رانه د پوره کيسې د اوريدو هيله وکړه کسيه مې ورته وکړه مور مې وويل چې ورته وايه چې خپله کورنۍ در پسی راوليږي بيا مې ورپسې تيلفون وکړ او ورنه مې دا هيله وکړه هغې په ورستۍ وينا کې راته وويل چې دا د لسو وروڼو ورور دی تر ده دوه ورونه د مخه دي کله چې هغوې ودونه وکړل نو دا به هم واده کوي ددې خبری په اوريدو سره حق حيران شومه ما ورته وويل نو داسې چې وه نو زه دی ولې وغوښتمه.
دلته مې بيا دا کيسه سر تر پايه خپل مور ته وکړه مور مې ماته وويل دی په نيټ کې تاته دوکه درکړی ده دا سړۍ ښځه لري ددی لپاره چې ستا پيسې يې خوړلې وي اوخپل ساعت يې درباندې تيرکړی وي دومره وخت يې درته ضايع کړيدی نن صبا خلک په مختلفو طريقو د خلکو د جيبونو د تشولو لپاره دامونه ږدي هماغه وو چې د خپلې مور خبرو ته مې غوږ ونيوه او د هغې په هيله او غوښتنې سره سم مې د بل ځوان سره کوژده وکړه اوس د هغه حالت نه ووتمه او نارمل ژوند مې پيل کړی او تر پخوا ډير خوشاله يمه زه دټولو خويندو نه چې نيټ کې لاس بری لري هيله کوم چې هيڅکله هم د نيټ په څپو کې دې مينه نه کوي دا ځکه چې اکثر مينې په نيټ کې ښه پايلي نه لري پاې