اُتريخت : يوې افغاني مېرمني ته اور ورته سوئ دئ

د لراوبر اداره | دسمبر 10th, 2009


 د هالنډ د اُتريخت په ښارګوټي کښي  يوې ۲۳ کلني افغان مېرمني د اور د ژورو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ .


نوموړې پېښه د تيري دوشنبې په  ماښام پنځه نيمي بجې په (لان ﭬﺎن فولنهوفه – Laan van Vollenhove) نومي کوڅه کښي پداسي حال رامنځته سوې چي د عيني شاهدانو په وينا نوموړې ځوانه مېرمن د سوځېدلو په حالت کښي د خپل کور څخه بهر ته د مرستي او کمک نارې وهلې چي وروسته په عاجل ډول د هلیکوپتر په مرسته روغتون ته انتقال سول او هلته يې د خپلو ژورو ټپونو له امله ساه ورکړل .


د پيښي اصلي علت لا تراوسه نه دئ روښانه خو د ګاونډيانو په وينا يې د نوموړي نکاح تړل سوې وه او واده ته يې فقط څو ورځي پاته وې .


د پيښي د علت او هر اړخيزو معلوماتو دپاره پوليسو سمدستي د ۲۵ تنو يو ټېم په کار ګمارلئ چي جزيات به يې وروسته په ډاګه سي .


همداراز لراوبر ته د رسېدلو معلوماتونو له مخي به د نوموړي د جنازې مراسم سبا د جمعې په ورځ په اتریخت ښارګوټي کښي ترسره سي او همهلته به خاورو ته وسپارل سي .


Copyright Larawbar 2007-2024