کور / تازه خبرونه / ناروې له افغانستان سره مالي مرستې ډېروي

ناروې له افغانستان سره مالي مرستې ډېروي

د ناروې هېواد لومړي وزير د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره نن پنجشنبه په پلازمېنه اوسلو کې يو گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: چې هېواد به يې له افغانستان سره مالي کومک نور هم ډېر کړي.
د فرانس پريس اژانس د خبر له مخې د ناروې لومړي وزير(جنزسټولتنبرگ ) وويل، چې د افغان اردو د زده کړې لپاره به له ٢٠١٠ زېږدي کال څخه تر ٢٠١٤ زېږدي کال پورې افغانستان ته ١١٠ ميليون ډالر مرسته ورکړي.
اوباما له افغان دولت سره د مرستې له امله له نوموړي او د ناروې له خلکو څخه مننه وکړه.
دم گړۍ ناروې د ناټو سازمان د غړي هېواد په توگه په افغانستان کې ٥١٥ سرتېري لري.