پتریوس : په افغانستان کی برﺉ مشکل دی

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 11th, 2009


بی بی سی پرون خبر ورکړ چی د امریکا لوی درستیز جنرال پتریوس وویل چی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو چټک برﺉ ډیر مشکل دی او په لومړي سر کی به ډیري ستونزي ولرو . ده په کانګریس کی د نمایندګانو څخه وغوښته چی په افغانستان کی د امریکا د سیاست د ارزولو لپاره یو بل کال هم صبر وکړی . ده د افغانستان جنګ تر عراق ډیر مشکل وباله . په کابل کی د امریکا سفیر هم دغی غونډی ته خبر دارﺉ ورکړ چی امریکا نسی کولای د افغانستان ټول پخواني مشکلات چی ژوري ریښې لری ، پای ته ورسوی مګر کولای سی چی د ثبات په راوړلو کی مرسته وکړی .
پرون د برتانیې د دفاع وزیر « باب اینزورټ » هم په کابل کی اعتراف وکړ چی د افغانستان جنګ آسانه نه بلکی مشکل دی او ژر پای ته نسی رسېدلای . خو سیاسی مبصرین وایی چی د لویدیځ سیاسی مامورین او پوځی افسران له همدې اوس څخه لا په افغانستان کی خپل آینده بریالیتوب نه وینی او ځکه نو په اصطلاح خپلي غاړي خلاصوی .

Copyright Larawbar 2007-2024