کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هلمند په بريتانيا کي – دوهمه برخه :

هلمند په بريتانيا کي – دوهمه برخه :

د انګليسانو ښکاره دښمني
په هلمند کي بريتانوي عسکر ميشت دي او هلته امنيت زښت خراب دی ، د افغانستان نوري سيمي ورسره نه سي پرتله کېدلای .
انګريزان هلته نا امنۍ ته لمن وهي ، پراخ شواهد يې زموږ سره لاس کي سته .
انګليسي عسکرو هلته ډير لاملونه په لوئ لاس را منځته کړي چي هغه نا امني په وجود راوړي .
اکثره وختونه دوئ د خپلو پوځي عملياتو پر مهال بې ګناه خلک وژني او په دې چاره کي زرګونه وژلي دي .
ددغو وژنو دپاره بيا دوئ رسنيو ته سپين معلومات نه ورکوي او يوازي د اعلاميو په خپرولو سره وژل سوي بې ګناه وګړي شورشيان دي ، خو که چيري ا دفغانستان حکومت ، د بشري حقوقو خپلواک کميسيون او يا هم نور نړيوال سازمانونه د دوې قتلونو په اړه معلومات رسنيو ته ورکړي او دا مستند وي نو دوې يوازي بخښنه غواړي ، چي دا د افغانانو دپاره د ريشخند خبره هم ده .
دوئ سم او دقيق ځواب افغان ولس ته نه دی ورکړی او حکومت هم دروغ وايې .
هلمند کي د ولايتي بيا رغاوني په نوم ډله ( پي آر ټي ) له انګريزانو څخه تشکيل سوي چي د هند د شرقي کمپنۍ سره يې کيسه ورته ده او په عين شکل کي په فعاليت بوخته ده .
دوئ قومي مسايل ډير تر کورېج لاندي نيولي دي او نظر ورباندي زيات کوي .
نو زه هلته د يوه شاهد په توګه اوسېدلی يم او ژوند مي کړی او د کار پر مهال مي داسي مسايل تر سترګو او غوږونو پوري رسيدلي دي .
کله چي ما په هلمند کي د خبريال په حيث دنده اجرا کوله (( نو يوه ورځ مو د انګرېزانو سره د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ ته سفر وکړ ، هلته مو د يوه مرکزي جامع جومات او څو نورو پروژو د پيلېدو خبره وه ، په دې سفر کي والي ګلاب منګل او څو نور حکومتي چارواکي او په ځانګړي ډول د کابل څخه هغه پلاوی چي د موسی کلا ولسوالي د حالت د څېړلو په موخه را سره ملګري وه .
شايد دا سفر د ګلاب منګل په غوښتنه سوي وو .
د پي آر ټي څخه مو الوتنه پيل سوه چي موږ شنوک ډوله الوتکي کي وو ، دغه پلاوي او ژورناليتانو ته د موسی کلا تقريبا (۲۰۰۰) کسان راټول سوي وه او دوئ غوښتل چي خپل تراژيدي داستانونه ورته ووايې ، چي وروسته والي خپله هغي سيمي نه ولاړ ځکه د والي الوتکه په هغه سيمه کي چي د انګرېزانو په ولکه کي وه په راکټ باندي وويشل سوه او هغه ډېره لږ بيا اثار ورباندي وليدل سوه چي خو ښايې ځکه والي هغو خلکو ته ور نغی چي د دوبي په غرمه کي تر يوې بجې پوري سره ټک ته انتظار ناست وه ، خو والي بيرته و ګرځېد او موږ مازديګر بيا د انګرېزانو په يوه بل مرکز کي وليد چي قهوه چيښل .
نو دلته عمل صادقانه نه دی .
موږ ( خبريالان ) د حکومت څو رئيسان او د کابل څخه راغلی پلاوی ولاړو هلته مو د حکومت د هغو ژمنو په اړه چي د ولس سره يې کړي وې د هغو او د نړيوالي ټولني د بيا رغاوني په اړه مو معلومات را ټولول ، دا داسي وخت وو چي موسی کلا ولسوالي څلور مياشتي کېدلي چي د يوولس مياشنتي طالب واکۍ څخه خلاصه سوې وه .
کله چي خبريا لان ښار ته ولاړو نو هغوئ (۲۰۰۰) خلک سره لمر ته ناست وه او وضعيت يې ډير خراب وو او نارغان سوي وه هغوئ موږ ته وويل چي د حکومت او نړيوالي ټولني هغه ټولي ژمني چي کړي يې وې درواغ سوې او کار يې نه دی کړی ، کورنه مو بمبار سوي دي ، کښت کروندې او مالدارۍ مو هر څه د خاورو سره برابر سوي دي ، خو موږ چي کله ښار ته ولاړو چي د خلکو سره مرکې وکړو هلته مو د کارونو او بيا رغاوني په برخه کي يوازي د ښار په منځ کي يوه مناره هم جوړه سوې وه او يوه د ګلونو د پاره ګلدانۍ جوړ سوي وه او د نور کار او پرمختګ څرک نه تر سترګو کېده .
په ښار کي روان يم غواړم د خلکو سره خبري وکړم د انګليسي عسکرو يو ژباړونکی تېز تېز را روان وه او اوتر ځنګ مي روان سو ، روغبړ مو سره وکړ او خبري اتري مو سره پيل سوې ، د خبرو منځ کي يې په ګيله منه لحجه او ډيري عاجزۍ راته وويل تاسو خبرنګاران ډير پياوړی احساس نه لرئ !
ورڅخه مي وپوښتل ولي ؟
ويل : دلته هره شپه پر خلکو ډير سخت حالت روان وي ، درنې او ړندې بمبارۍ ورباندي کيږي ، خو تاسو نه خبرېږئ !
ما ورته وويل چي څوک خبر نه راکوي ، تاسو راته زنګونه وهئ !
ويل دلته ډېر بد حالت روان دی !
ورڅخه ومي پوښتل خلک نوري څه ستونزي لري ؟
ويل :دلته ژوندون ډېره وحشي بڼه ځان ته غوره کړې ده ، هره لوري ته خلک ، ښځي ، کوچنيان او حيوانات وژل کېږي ، انګرېزانو ته معلومات وي چي دا طالبان اوهم ددوئ مخاليفين نه دي خو نه پوهيږم دوي دا کارونه کوي ، د خلکو پر کورونو د شپې له پلوه يرغلونه (چاپې ) کوي ، دروازې يې په راکټونو ويشتلي دي ، دښځو په جامو کي تلاشي کوي ، دا ډېر بد کار دی .
ورته مي وويل دا خو د بشريت په هيڅ قانون کي نه ده روا ، او دا عکسر بايد سزا وويني محاکمه سي !
ويل : دلته بشريت مشريت نه چليږي ، زور نه منې ؟
په دغو خبرو کي روان وو کله کله په چي کوم څوک مخته راغی نو ما به مرکه ورسره کوله او هغوئ به هم داسی کيسې کولي .
ژباړونکي خندله او ويل به يې ما نه درته ويل ؟
انګرېزان کلتور او مقدساتو ته درناوی نه لري او کله کله سپکاوی کوي او د خلکو احساسات هم را پاروي د افغانستان د حکومت پر وړاندي ، دا چي ورځ تر بلي د طالبانو په شمير کي ډېرښت راځي يو علت يې دا هم دی .
ورو ورو په سختي ګرمۍ کي روان ، وو ژباړونکي يوه کيسه راته پيل کړه ويل دلته انګرېزان عجب کارونه کوي ، کله چي په ښار کي روان وي او يا هم د ولاسوالۍ په نورو سيمو کي عمليات کوي نو هر څوک چي وويني ، پوښتنه ځيني کوي چي په قوم يې ، هلته چي اکثر عليزي قوم اوسيږي نو چي ورته ووايې عليزی يم ، دوئ ورته ووايې چي موږ هم پوهيږو چي عليزی يې په عليزو کي څوک يې ، عليزی پر درو برخو ويشل سوي دي ، (خلوزي ، حسن زي ، پيرزي )) .
نو دا خو روښانه خبره ده چي دوې هلته خلکو ته د تفرقې احساس ورکوي او تربګنئ را منځته کوي او هغه سياست پلی کوي چي (تفرقه واچوه او حکومت وکړه ) .
دوئ پټه توره چلوي ،
دوئ ډير عناد ګر خلک دي او د خلکو سره په ځانګړي ډول هلمند سره دښمني لري .
له هغه مخته چي انګليسي عسکر هلمند ته راغلي دي هر اړخيز وضعيت تر پخوا ورځ تر بلي خراب سوی دی .
او دوئ داسي کارونه کوي چي وخت پر وخت د هغه له امله د افغانستان د حکومت د مخاليفينو روحيه پياوړې سوې ده او هغه غښتلي سوي دي .

په لوئ لاس د هلمند د امنيت خرابېدل

په (۲۰۰۷) م کال کي بريتانوي ځواکونه هلمند ته راغله تر هغه وړاندي امريکايان په هلمند کي وه او په دغه ولايت کي د بهرنيو عسکرو قومانده دوئ ته وسپارل سوه .
انګرېزانو په هلمند ولايت کي دونه ړندې بمبارۍ وکړې او دونه عام وګړي يې ووژل چي د افغانستان په نورو ولايتونو کي يې بېلګه نه ده تر سترګو سوې .
خو چي ددغو بې وزلو هلمنديانو حالت او ږغ تر رسنيو پوري نه دی رسېدلی او نور خلک ورباندي خوښ
دی اوجشنونه ورباندي جوړوي په دې خبره باندي خو زه نه پوهېږم او ددې پوښتني ځواب مي په ښکاره ډول نه دی تر لاسه کړی ، دونه پوهيږم چي طالبان ورځ تر بلي پياوړي سول ، تر دې چي د لښکرګاه دروازې يې لا هم تر خپلي ولکې لاندي را وستلې .
دغه وضعيت دوئ ويني مګر اقدام يې نه دی کړی ، دوئ هغه خلک ووژل چي کرونده ګر وه او يا خو نور عام وګړي .
د نشيې توکو پر قاچاق مو وړاندي هم خبره کړې ده او نشيې توکي ددوئ په وخت کي دونه يې کر او قاچاق زيات سو چي د نشيې توکو د قاچاق په تاريخ کي چا نه وه اوريدلې ، تر دې چي دوئ د هلمند ولايت د سمون راډيو د لاری د ا اعلانونه هم خپاره کړه چي موږ د کرونده ګرو کوکنار نه اړوو، موږ يوازي دلته د ټروريستانو د له منځه وړلو دپاره راغلي يو ، چي پر دې خبره د افغانستان د حکومت او انګليسي (پي آر ټي ) تر منځ څه نا څه کازب مشکلات هم خلق سوه .
ددغو خبرو د رسوايې څخه وروسته دوئ ادعا وکړه چي د اعلان په ژباړه کي تيروتنه سوې ده .
کله چي اسدالله وفا د هلمند والي وو دغه ولايت ته دوه بهرنيان راغله دوئ په پټه د موسی کلا ولسوالۍ ته تللي وه ، هغه مهال موسی کلا ولسوالي په مکمل ډول د طالبان په لاس کي وه ، دغو دوو تنو والي ته اعتراف وکړ چي دوئ د طالبانو سره کتلي دي او هغوئ ته يې مالي او اقتصادي مرستي هم رسولي دي ، او غوښتل يې چي طالبانو ته داسي کمپ جوړ کړي چي هغوئ پکي پوځي زده کړي وکړي ، کله چي دغه دوه تنه ښاغلي وفا ونيول نو والي موږ (مطبوعات ) هم وغوښتلو او هغو دا ټولي خبري زموږ په مخکي وکړي .
نو دا خو د پوښتني او حيرانتيا خبره ده چي بهرني ځواکونه طالبان له منځه وړي او که يې لا هم تقويه کوي تر څو د افغانستان کمزوری حکومت له پښو وغورځوي ؟
موسی کلا ولسوالي چي د انجنير محمد داود پر مهال قومي مشرانو ته وسپارل سوه ، نو په نړيواله کچه يې غبرګونونه را وپارول ، آيا دا يوه لوبه وه ؟
انګرېزان په هلمند کي د خپلي يوې جګړې تر پيلېدو مخکي ستر مطبوعاتي تبلغات کوي او نړۍ په حيرت کي اچوي ، په دغه مطبوعاتي جګړه کي بيا دوئ دا ګنګوسې ډيري را پورته کوي چي داسي بيا رغاونه به وکړو او داسي کارونه به وکړو ، دغو تبليغاتو افغان حکومت هم تل تير ايستلی وي ، لکه د موسی کلا د ولسوالۍ تر نيولو وړاندي يې هم اسدالله وفا ته داسي وعدې ورکړې او ورته ويل يې چي تر پوځي عملياتو وروسته به موږ هلته دونه کارونه او بيارغونه وکړو چي دغه ولسوالي به په ټول افغنستان کي د پرمختګ له مخي يوه ستر بېلګه وي .
کله چي عمليات وسول ، خلکو خپل کورونه د لاسه ورکړه ، تلفات يې ورکړه ، کډوال سوه ، کروندې يې شاړي سوې (ځنګلونه ځيني جوړ سول ، خو افغان حکومت او انګليسي عسکر په دې وتوانېدل چي يوازي اويوازي د ولسوالۍ مرکز وساتي ، چي هغه کيسه تر اوسه ده او خلک تر امنيتي تهديد لاندي دي .
اوس په موسی کلا ولسوالۍ کي بيا طالبان ډير فعال دي او هيڅ بيا رغاونه هم نه ده سوې ، نو موسی کلا ولسوالي هغه بېلګه هم نه سوه .
او نور هم ددوئ د هلمند ولايت اکثره سيمي د وسلوالو طالبانو په لاس کي دي او د خپلو وسلو سره ازاد دېخوا او ها خوا ګرځي را ګرځي .
په هلمند کي ډيرو خلک راته وايې چي خپله بريتانويان طالبانو ته وسلي ورکوي ، او ليدلي مو دي پر دې چاره .
خو دا چي څونه حقيقت لري دا خبره د اسخباراتو کار دی او يا به هم خپله طالبان خبر وي ، خو زه دونه ويلای سم چي ددوئ فعاليتونه تر دې خبري لا هم مشکوک دي ، په غير رسمي ډول د هلمند په چارواکو کي امنيه قوماندان څخه رانيولي بيا تر والي پوري داسي کيسي شخصا ماته سوي دي ، مثلا د هلمند په مرکزي جامع جومات کي چي ځان وژونکې حمله وسوه د والي د مرستيال په ګډون کابو شل تنه لمونځ کوونکي پکي ووژل سوه د ډيرو عادي خلکو سربېره د هلمند يوه عټ چارواکي راته وويل چي دا کار خپله انګرېزانو کړی او دوئ ته داسي شواهد په لاس ورغلي چي دغه ځانمرګی دوئ له خپل پوځي موټر څخه را کښته کړ او بيا دوئ له سيمي تير سول .
په هلمند کي د بي بي سي او پژواک خبري اژانس د خبريال عبدالصمد روحاني وژل هم ددوئ کار دی ځکه چي روحاني ته به دوې اکثره وختونه زنګ واهه چي پلانی راپور دي داسي خپور کړ او زموږ کليپ دي هم نه وو اخيستی .
( روحاني هغه راپورونه ډېر روښانه خپرول چي ولسي خلکو ته به مرګ ژوبله ددوئ په حملو او عملياتو کي اوښتل ، ځکه دوئ تر طالبانو ډېر ولسي خلک وژني ).
، د صمد روحاني سره به چي کله پي آر ټي ته د يوه مطبوعاتي کنفرانس دپاره ولاړو نو د هغوئ وياندويانو به اکثره وختونه ورته ويل چي کوم خلک چي ستا سره مرکې کوي طالبان دي او درواغ وايې ، وژل سوي کسان مخاليفين دي ، روحاني ماته څو څو ځله وويل چي د انګرېزان مي ډير پتنګوي ، ما به ورته ويل ولي پژواک يا بي بي سي نه خبروې ؟
نوموړي به ځواب کي راته ويل خانه دا دونه کيسه نه لري چي سړی دي په ټولي نړي کي ډولونه ووهي ، دا ستونزي هره ورځ وي ، سره په ګرځوه .
نو ددوئ عمليات د طالبانو پر ځای د ولسي خلکو پر وړاندي دي ، خو وروسته چي خبره رسوا سي بيا وايې چي طالبان د خلکو د کورو څخه پر موږ بريدونه کوي ، نو هغه لاپي بيا څه سوي چي پر افغانستان يې تر حملې مخکي کولې چي داسي پر مځکه څلور انچه شی وينو او داسي پرمختللي او موډرن وسايل راسره دي .
د هلمند په پي آر ټي کي څو تنوژباړونکو د نوم نه اخيستلو په شرط دا خبري ډيري کړي چي دلته دننه په پي آر ټي کي د ځانمرګو بريد کوونکو واسکټونه او صدريانو جوړيږي ، او د ملي اوردو عسکر هم وايې چي په نادعلي ولسوالۍ کي يې خپله انګرېزان د عملياتو پر مهال ليدلي دي چي ماينونه يې راته ښخوله .
د نادعلي ولسوالۍ د اکثره سيمو تر څنګ د مارجې سيمه طالبانو ته په لاس ورکول هم داسي يوه حيرانونکې مسله وه چي دا خبره دي د وخت د قوماندان امنيه څخه وپوښتل سي نو د هغه سره به بشپړ معلومات هم وي ځکه دنده يې پر همدې خبري وروسته د لاسه ورکړه .
دنادعلي د ولسوالۍ د امنيه قوماندان تورجان د وژل کيدو په اړه دي د بريتانويانو څخه وپوښتل سي چي آيا طالبانو دا کار وکړ او که داددوئ کار نامه او
وياړ دی ؟.
د ملي اوردو يوه قوماندان چي راسره يې پېژندنه وه د نوم اخيستلو اجازه يې نه ده راکړې ويل يې د عملياتو پر مهال چي کله طالبان را روان وي دوئ هيڅ ښور نه خور او بې خاره ناست وي که څه هم هغوئ ډېر را نژدې وي .
په (۲۰۰۸) د موسی کلا په ولسوالۍ کي ولسوال ملا عبدالسلام اخند د طالبانو د يوه قوماندان څو تنه طالبان ونيول چي وروسته انګرېزان راغله ويل ددوئ څخه موږ تحقيقات کوو ، چي وروسته يې دا خلک بيرته خوشي کړل ( دا خبره خپله ملا عبدالسلام راته کړي ده چي ږغ يې هم راسره سته .
هغه د چا خبره دا يې قباله منې يې په چا ؟