کور / ترخې خبري / په کابينه کي ښه او بد نسته

په کابينه کي ښه او بد نسته

په افغانستان کي د بهرني اېجنټانو لسټونه د اولس مشرۍ د ماڼۍ او په کابل کي د بهرني يرغلگرو تر سفارتونو ځي او راځي تر څو بهرني باداران د هغه لسټ هوکې ورکړي چي د دوی پر اېجنټانو ولاړه راتلونکې نوې کابينه به تشکيلوي. خو دا يوه څرگنده خبره ده چي د يوه اشغال سوي هيواد د گوډاگي حکومت وزيران به و خپلو بادارانو او يا هم نورو سترو اېجنټانو ته د وفادارۍ او د پرديو د گټو د ساتلو له معيارونو له مخي ټاکل کيږي او نه د هيواد پالنې او د خپل ملت سره د زړسوي د پرنسيپونو له مخي.
افغانان پدې ډرامو خطا وتونکي ندي چي په کابينه کي به گله وي او که به شا گوله. افغانان هم د گلې او هم د شاگلې د کړونو او اصلي څهرو څخه ښه آگاه دي.
دا که يو اېجنټ پرځان د مجاهد نوم کښيږدي نو پدې د هغه د کاچاکبر، توپکسالار او د هيواد پلورونکې څهره نه سي پټېدلای. که په رشتيا هم دغه کسان مجاهد وای نو به يې لومړی د کي جي بي او وروسته د سي آی اې اېجنټي نه کولای. بله داچي که دوی ريښتني مجاهد وای نو به يې د خاکسارۍ ژوند درلودلای او نه داچي پخوا په نس نه وه ماړه او اوس يې په لسگونو زره جيريبه مځکي لاندي کړيدي او په بهرني بانکونو کي په بلينونو ډالره لري چي د افغانونو په وينه تويولو يې لاس ته راوړي دي. افغانان خپل دوست او دښمن ښه پېژني او دا هم ورته څرگنده ده چي چا د خدای د رضا او د هيواد د آزادۍ لپاره قربانۍ ورکړي دي او چا د خپل نفس لپاره هيواد او هيوادوال قرباني کړي دي. هغه څوک افغان مسلمان او مجاهد نه سي کېدلای چي خپل بچي يې په بهرني پوهنتونو کي پر موږ د بادارۍ د خوبونو سره مل زدکړي کوي او په ماڼيو کي اوسيږي خو د خپلې اولسوالۍ کونډې يې د يتيمانو د لوږې چاره نه سي کولای.
دا که يو منافق فاسد بډيخور او هيواد پلورونکی راته خپله د ډاکټرۍ او يا ليسانس يا بل ډيپلوم وښيي موږ په غولېدونکي نه يو. موږ د روشنفکرانو او تاريکفکرانو اهل کار او اهل لوټمار تر منځ ښه توپير کولای سو. دا چي د دغه وزير صاحب قدرمنه مېرمن صرف د سودا لپاره لندن او نيويارک ته سفرونه کوي او په يوه ورځ په سلگونو زره ډالر په جامو او چټي شيانو خرڅوي او په همدغه کابل کي افغاني مېرمني د خپلو اطفالو لپاره ډ‌وډۍ نه لري نو دوزير صاحب ډيپلوم موږ ته کومه گټه نه رسوي. دا بحث به له سره پېل کوو هيڅ نه چي د وزير صاحب په وزارت کي څه حال دی چيري چي د رياست څخه نيولې تر چوکيدار پوري هره چوکۍ په بيه ده. ولي چي په هره چوکۍ د رشوتونو او اداري فساد نه لاس ته راغلو پيسو باران دی. خو د وزارت کومه گټه وټه نسته. يوازنی کار يې د يرغلگرو د خيراتونو په خپل جېب کي اچول دي او تش په نوم وزارت لاندي خانه پوري ده او بس.
نو داچي کابينه هر ډول هم وي افغانانو ته يې د اوسه لا څرنگوالی معلوم دی او ورته هيڅ ډول هيله نه لري. حتی هغه نادانان چي لس کاله تر مخه يې خواږه خوبونه ليدل اوس بيداره سويدي او پوه سوي دي چي دا ډيموکراسي نده بلکه د دغه لغت توهين دی. موږ پدې ښه پوهېدلي يو چي يرغلگر د افغانانو مرستي ته ندي راغلي او نه يې هم عسکر د افغانانو د ژوند ساتنې لپاره په جگړه بوخت دي. دوی زموږ د ټولنې ټيټ او فاسد کسان په موږ حاکم کړيدي او د جگړې او فساد بازار يې تود کړی دی چي زموږ معصوم بچيان يې قرباني کيږي. که هغه د بمباريو قربانيان دي او که د حکومت او يا مقاومت په سفو کي ولاړ بچي دي. که مقاومت کوونکي د حکومت مخاليفين دي او که دحکومت عسکر دي ټوله ددې خاورې بچيان دي. او پر هره خوا چي کوم ځوان مري يوه مسکينه افغانه مور په بوره او يوه ناداره افغانه په کونډيږي. هغه وزيران او واليان او اولس مشران چي جگړې ته لمنه وهي هيڅکله خپل بچي جگړې ته نه لېږدوي. بس بېچاره گان، سادگان، مفلسان، نادانان او يا هم يتيمان دي چي د ملي اردو تر نامه لاندي غولول او جنگول کيږي. او همدغه جگړه زموږ اصلي ستونزه ده.
نو له همدې وجې د فاسد حکومت فاسده کابينه زموږ لپاره دلچسپه نده. زموږ لپاره په زړه پوري خبرې دادي:
ـ څه وخت به جگړه پای ته ورسيږي؟ ولي چي يو نادان ماشوم لا هم پدې پوهيږي چي هيڅ طاقت افغانان د زور په ژبه نسي خپل دوستان کولای.
ـ څه وخت به بهرني لښکري ووزي، بهرني او گاونډي لاسونه به زموږ گرېوان خوشي کړي؟ تر څو موږ هم ورته وښودلای سو چي موږ د هيڅ چا سره دښمني نه لرو. نه دلوېديځوالو سره او نه هم د گاونډيانو سره. خو هو د خپلې خپلواکۍ سره مينه زموږ طبيعت او زموږ حق دی.
ـ څه وخت به واک د فاسيدينو، قاتيلينو، منافيقينو او خود خواهانو څخه وملت ته وسپارل سي؟ تر څو د عدل او انصاف قدرونو پلي کړل سي.
ـ څه وخت به بېله د قوم ورنگ، مذهب و ژبي د توپيره ټولو افغانانو ته يو شان حقوق او مسؤليتونه ورپه برخه سي؟

د دسامبر 11 مه نېټه 2009 م مېلادي کال