ژباړه سوي د رغند ژوند (healthy living) د الماني مجلې څخه
لومړې نسخه :
د البومین آزموینه (Albumintest) :
دغه آزموینه څه شی باید و ښیي؟ د پوښتورګو ناروغي باید وښیي . آزموینه څه شی ښیي؟ د البومینو اندازه په متیازو کي .
تاسو باید څرنګه احتیاط وکۍ؟ دغه آزموینه د هغه چا لپاره اړینه برېښي، چې دشکري ناروغي ولري او یا د وینو فشا ر ئي لوړ وي؛ نو په دغه ډول سره د البومینو دلرلو سره په متیازو کي احتیاط وسي! که دچا دمتیازو رګونه خوږ وه یا ئي تبه وه اویا ئي قوي سپورت کاوه؛ نو دغه آزموینه سمه نه ښوول کېږي . که ګمان د لوړ البومین کېده یاني تست البومین مثبت و ښوله هرومرو دي سړی ډاکتر ته لاړ شي، څکه کېدسي چې خطرد زړه دسکتې لوړ سي .
ځيني متخصصین واي، چې وروسته تر پځوس«۵۰» کلنۍ دي سړی
د البومینوتست کوي؛ خو په ځوانانو کي هم کېداسي چې البومین جګ ولاړسي . دالبومین د تست لپاره هم دغه رنګه کاغذ شته لکه د شکري د ناروغی لپاره .
دویمه نسخه :
نوي کالي باید پرېوله سي!
د پوټکي ډاکتران واي هغه کالي چې نوي رانوله کېږي هرومرو دي پرېوله سي؛ په تېره بیا د لاندي اغوستو کالي . دا ځګه کېداي سي چې رنګي توکي ولري، چې پوټکی حساسیت ورسره ولري او یا ئي پیداکړي .
په پیله کي کېداي سي، چې بدن ته کاه ور ولویږي، پر بدن سپڼي راوخیژي او یا سره ټوپلي پر بدن را پیدا کړي او دغسي نور . که چیري نوي کالي پرېوله سي دغه وېره ګردسره له منځه ځي او یا ډېره بابېزه کېږي .
دریمه نسخه :
ولي نباتي پرونتین (Protein) دسړي د بدن لپاره ښه دي؟
دا ځکه چې حیواني غوړ نه لري په وینه کي غوړنه ډېره وي .
د پر تینو ارزشت : پرتین د انسان د بدن د جوړښت د بنسټ ډبره ده او د هر انسان لپاره هرڅو کلن چې وي ډېر اړین، ارزښتناکه او اغېزمن دي . د انسان د بدن ټول فنکشنونه سمه وي او معافیتي سېستم ته د بدن وده ورکوي او کړندی کوي ئي . پوټکی، وېښتیان، هډکي او د بدن غړو ته نوی جوړښت ورکوي . د سر د مغزو د ځیرتیا لپاره ډېر اغېزمن رول لري .
د انسان طبعه خوشاله او خوښه ساتي؛ د بدن دننه تازه کوي . نو له دې کبله پروتين په خوړو کي د انسان د بدن د تازه ساتلو او وده ورکولو بنسټي ډبره ده او اړین دي . په بغل کي دحیواني پروتینو چې د شیدو په محصولاتو کي شته، دغسي په نباتاتو کي په تېره بیا په لوبیا کي ډېر پروتین شته؛ په چینائي لوبیا
« زویا لوبیا » کي اته دېرش (۳۸٪)په سلو کي پروتین شته . دغه نباتي پروتین د هغه چا لپاره ډېر ښه دي چې په وینه کي غوړ (کولیسترول ) لري . په نباتي پرتین کي حیواني غوړ نسته .